افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي چې ددغه هیواد لپاره د چین د ځانګړي استازي په مشرۍ د یو پلاوي سره په کتنه کې یې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي"، ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ او اسلامي دولت خراسان څانګې "داعش" په ګډون په تروریستي فعالیتونو خبرې کړي او خپلې اندیښنې یې سره شریکې کړي دي.
محمدصادق د چهارشنبې د ورځې ناوخته مارچ ۱۲( کب ۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه لیکلي چې په اسلام اباد کې په دې کتنه کې افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي يو شيايوينګ په مشرۍ د پلاوي سره یې په ځانګړي ډول د افغانستان په امنیتي وضعیت خبرې کړي دي.
هغه ویلي: "مونږ د جیوپلوټیکي لیرې لید په تړاو او مخ په زیاتیدونکي ډول امنیتي اندیښنو په ځانګړي ډول افغانستان ته په پاملرنې ژور بحثونه درلودل. مونږ د تروریستي ګواښنونو په اړه لکه ټي ټي پي، د ختیځ ترکستان غورځنګ، بلوچستان د ازادۍ اردو او اسلامي دولت د خراسان څانګې "داعش" په باب خپلې اندیښنې شریکې کړې او ددغو ګواښونو له منځه وړلو لپاره مو پر خپله ژمنه بیا ټینګار وکړ".
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي چې همداشان په دې کتنه کې یې د افغانستان په تړاو د څو اړخیز نوښت د درې اړخیزې غونډې په جوړیدو موافقه هم کړې ده. چین، پاکستان او افغانستان د څو کلنو راهیسې په نوبتي ډول درې اړخیزې غوړنډې کوي.
محمد صادق ویلي: "د پاکستان او چین د همکارۍ پیاوړتیا د سیمې د ثبات او د تروریزم سره د مقابلې لپاره د یو کلي په توګه پاتې ده".
هغه د سیمې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان او چین ترمنځ د بوختیا په دوام باندې ټینګار کړی دی.
افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي يو شيايوينګ، تراوسه ددې کتنې په اړه څه نه دي ویلي. تراوسه لا څرګنده نه ده چې افغانستان لپاره د چین دغه ځانګړی استازی به کابل ته هم سفر وکړي او که نه. هغه تیرکال کابل ته د سفر پرمهال د طالبانو د حکومت د یو شمیر لوړپوړو چارواکو سره کتلي وو.
يو شيايوينګ د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر ۱۸ ( لړم ۲۸) په یوه مرکه کې په افغانستان کې د "۲۰ ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه" ښودلې وه او له دې پلوه یې چین او د سیمې نورو هېوادونو ته د ور پېښ ګواښ په اړه خبرداری ورکړی دی.
نوموړي د بیجینګ د خبرو اترو د مرکز سره په مرکې کې ویلي وو: "د متحدو ایالتونو تر حضور مخکې په افغانستان کې د ترهګرو یوه یا دوې ډلې وې، خو اوس څه باندې ۲۰ ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې فعالیت لري."
دې چینايي لوړپوړی دپلومات په داسې حال کې سیمې ته سفر کړی، چې د پاکستان او د طالبانو د حکومت اړیکې د بل هروخت پرتله ډیرې خرابې شوي دي.
پاکستان حکومت د یوې خوا د شلو ورځو راهیسې افغانستان سره په تورخم کې خپل سرحد تړلی او د بلې خوا یې له دغه هیواد څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو د ایستلو اعلان کړی دی.
پاکستان حکومتي چارواکي په پرله پسې ډول په دغه هیواد کې د ناامنیو د پیښو مسولیت په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت باندې اچوي. پاکستان حکومتي چارواکي وايي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" ډلې ته پناه ځایونه ورکړي او دا ډله له افغانستان څخه په پاکستان کې ددغه هیواد پر امنیتي ځو اکونو باندې بریدونه کوي.
خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعاوې بې اساسه بللي دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ټي ټي پي مسله د پاکستان کورنۍ مسله ده او د طالبانو حکومت هیچاه ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرخلاف وکاروي.