د تورخم دروزاه د څو ساعتونو پرانیستل کیدو وروسته بیرته تړل شوې

افغان چارواکي وایي چې پاکستان لوري د اداري ستونزو له کبله د تورخم دروازه بیرته تړلې خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چې د پنځو ورځو لپاره یې د تورخم دروازه تړلې وه او د پنجشنبې په ورځ یې پرانیستله خو ویل کیږي چې دا دروازه دا ځل پاکستاني چاراواکو تړلې.

طالبانو ویلي و چې پاکستان افغان ناروغانو او پایوازانو ته د تګ راتګ اجازې په ورکولو کې پخپلو ژمنو وفا نه وه کړې او له همدې کبله یې دا دروازه تړلې وه.

افغانستان ته د پاکستان د دفاع وزیر په ګډون د جګپوړو چارواکو تر سفر کولو وروسته دا لار د لنډې مودې لپاره پرانیستل شوه خو د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې مشر ضیالحق سرحدي ویلي چې پاکستان ونشو کړی د اداري ستونزو له کبله د تورخم لار پرانیزي.

ښاغلي سرحدي د اداري ستونزو په هکله نور معلومات ورنکړل او په اسلام آباد کې چارواکو هم پدې هکله تبصره نده کړې.

د ننګرهار د والي دفتر هم په ټویټر کې د پاکستان لخوا د تورخم دروازې تړل کیدل تائید کړي. دې دفتر لیکلی، " د اسلامي امارت چارواکو لخوا تر پرانیستل کیدو څو ساعته وروسته، پاکستاني لوري د تورخم دروازه تړلې".

د تورخم دروازه د پاکستان لپاره مهمه سوداګریزه لار ده ځکه چې د همدې دروازې دلارې کولی شي خپل مالونه د مرکزي آسیا هیوادونو ته یوسي خو په عین حال کې اسلام آباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې د پټیدو خوندي مرکزونه لري او د هماغو ځایونو څخه په پاکستان د بریدونو بندوبست کوي.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د فبرورۍ په ۱۹ مه د تورخم دروزاه وتړله او د تړلو څو ساعته وروسته په دغه سیمه کې د طالبانو او د پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه هم وشوه، چې د عیني شاهدانو د وینا لږ ترلږه یې یو ساعت دوام یې وکړ. په دې جګړه کې د پیښ شوي زیان په اړه دواړو خواوو څه نه دي ویلي.

د لارې د بندیدو وروسته یو پاکستاني چارواکي د فرانسې خبري اژانس فرانس پریس ته ویلي و، چې دا لار هغه مهال بنده شوه، چې پاکستاني سرحدي ساتوونکو یو افغان مسافر چې د یو ناروغ سره و دغه هیواد ته د ننوتلو څخه منع کړ.

په پاکستان کې مطبوعاتو ویلي چې نن جمعه فبروري ۲۴ د تورخم دروازه تړل شوې او معلومه نده چې څه وخت به بیرته پرانیستل شي.

طالبان وایي چې په کابل کې یې د جګپوړو پاکستاني چارواکو سره په لیدنې کې ویلي چې په تورخم او سپین بولدک کې د افغان مسافرینو لپاره د "لازمو آسانتیاوو" برابرول د پاکستان مسؤلیت دی، په ځانګړې توګه د هغو افغان ناروغانو لپاره د لیږد آسانتیاوې برابرول چې د درملنې لپاره پاکستان ته ځي.

طالبان وایي پاکستاني پلاوي ورسره ژمنه کړې چې دا ستونزې به ژر حل شي.

په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پاکستاني پلاوي په کابل کې د طالب مشرانو سره په ملاقات کې په سیمه کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو ډیریدل یاد کړي، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان او اسلامي دولت یا داعش ډلې فعالیتونه.

د پاکستان د حکومت یو جګپوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د اې پي خبري اژانس ته ویلي دې پلاوي د طالبانو غوښتي چې وسله والې ډلې پرې نږدې چې د افغانستان د خاورې څخه په ګټې اخیستو په پاکستان بریدونه وکړي.