عمران خان له زندان څخه د اکسفورډ پوهنتون مشرۍ ته ځان کاندید کړی

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان ته یوې نږدې سرچیني ویلي چې نوموړي له زندان څخه د بریتانیا د اکسفورد پوهنتون د مشرۍ لپاره ځان کاندید کړی او په دې اړه یې رسمي غوښتنلیک وړاندې کړی دی.

عمران خان له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کاله پورې د پاکستان د صدراعظم په توګه دنده درلوده او وروسته له هغې له دغې څوکۍ ګوښه شو چې په پارلمان کې ترې د باور رایه بېرته واخیستل شوه. خان ادعا وکړه چې دا د هغه په وړاندې د پاکستان د پوځ له خوا پلان شوې دسیسه وه.

سید ذولفقار بخاري په خپل ایکس پاڼې لیکلي دي:‌ "د عمران خان په لارښونې د ۲۰۲۴ کال لپاره د اکسفورډ پوهنتون د مشرۍ ټاکنو ته د هغه د غوښتنلیک فورمه تسلیم شوې ده."

هغه زیاته کړې ده چې په دې "تاریخي کمپاین" کې د هر چا ملاتړ ته سترګې په لاړه دی.

خان چې د پاکستان یو له مخورو سیاستوالو څخه دی د تېر کال د اګست میاشتې راهیسې په زندان کې دی. پر هغه د فساد،‌ فتنې او د پاکستان د پوځ پر ضد د تاوتریخجنو لاریونونو توری پوری او څو ځلې محاکمه شوی دی. خو خان دا تورونه بې‌اساسه بللی او ویلي یې دي چې تر شا یې د پوځ لاس دی.

عمران خان، چې ۷۱ کلن دی چې د پاکستان د صدراعظمۍ تر څوکۍ پورې ورسېد د روان کال په فبروري کې ورباندې لګول شوي تورونه د شواهدو د کموالی له امله د استیناف محکمې له خو وځنډول شول خو هغه د تازه تورونو له امله لا هم په بند کې دی.

خان په ۱۹۷۵ کې د بریتانیا د اکسفورډ له پوهنتون څخه فارغ شوی دی او د فلسفې، سیاست او اقتصاد په برخو کې یې زده‌ کړې کړې دي.

د بريتانيا پخواني لومړي وزيران ټوني بلير او بوريس جانسن هم د اکسفورډ پوهنتون د رئيس په توګه د کانديدانو په ډله کې شامل دي.

د اکسفورډ پوهنتون هغه محصلین چې لږ تر لږه د لیسانس سند لري او د ټاکنو د کنوانسیون غړي دي، د دغه پوهنتون د رئیس د ټاکلو صلاحیت لري او هر څوک چې ځان دغې څوکۍ ته کاندید کوي باید د دغه کنوانسیون د دوو غړو تائیدي ترلاسه کړي.

د اکسفورډ پوهنتون ویب پاڼه کې راغلي چې د کنوانسیون څخه به وغوښتل شي چې د دغه پوهنتون د اوسني رئیس مایکل ماس دورې په درېیمه اونۍ کې چې د اکتوبر په ۲۸ پیل کیږي د انلاین رایې ورکولو له لارې نوی رئیس وټاکي.

د پوهنتون نوی رئیس به تر لسو کلونو پورې پر دغې څوکې دنده ترسره کوي.