د پاکستان د پښتنو احتجاج څه ترلاسه کړي؟

پرون د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج ختم شو. په دغه احتجاج کې د ځینو مهمو غوښتنو نه یې یوه د لادرکه شوو پښتنو د درک او یا د څرگنده محاکمې غوښتنه وه.

د دغې غونډې یو تنظیمونکی محسن داوړ وایي چې دغه یو کامیاب احتجاج وو او د لاسته راوړنو یې خوشحاله دي.

د دغې احتجاج یو بل مهم تنظیمونکي منظور احمد پښتنون په خپل فیس بک ولیکل چې حکومت ته یې د یوې میاشتې مهلت ورکړېدی چې غوښتنې یې ومني او که چیرته دغه غوښتنې و نه منل شي نو هغوي به یو لوی احتجاج پیل کړي.

دا چې دغه احتجاج تراوسه کومې کامیابې ترلاسه کړیدي، د امریکا غږ خبریالې نزرانې یوسفزۍ د احتجاج د یو تنظیمونکي محسن داوړ سره مرکه کړیده

Your browser doesn’t support HTML5

د شمالي وزیرستان د محسن داوړ سره مرکه