پاکستان کې د پولیو د واکسین پر کمپاین په برید کې یو پولیس وژل شوی

په پاکستان کې د پولیو د واکسین پر کمپاینونو باندې وسله وال بریدونه عام دي.   

په پاکستان کې وسله والو د دوشنبې په ورځ دسمبر ۱۶ (لیندۍ ۲۶) یو پولیس په ډزو وواژه چې په خیبر پښتونخوا کې یې د پولیو د واکسیناتورانو امنیت نیولی و.

د خیبر پښتونخوا په کرک کې په دغه پېښه کې یو واکسیناتور ژوبل شوی دی.

د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دغه پولیس د واکسیناتورانو له یوې ډلې سره سفر کاوه چې په موټرسایکل سپرو کسانو ورباندې برید وکړ.

دغه چارواکي زیاته کړه: "په پېښه کې د پولیسو افسر ځای په ځای مړ شو او یو واکسیناتور ژوبل شوی دی."

تراوسه کومې ډلې ددې برید مسئولیت ندی اخیستی. پاکستاني طالبان افغانستان ته څېرمه په دغه سیمه کې فعال دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازني هېوادونه دي چې خلک پکې تراوسه د پولیو یا ګوزڼ په ناروغۍ اخته کیږي. په پاکستان ددغه ناروغۍ د واکسین ملي کمپاین پرون پیل شو.

په پاکستان کې د پولیو د واکسین پر کمپاینونو باندې بریدونه عام دي.

د کرک په شکرخیلو کې، چیرې چې دغه پېښه شوې، د پولیو د واکسین کمپاین په موقت ډول ځنډول شوی دی، خو د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې دوام لري.

د دوشنبې په ورځ، د پاکستان حکومت یو څلور ورځنی کمپاین پیل کړ. په دې کمپاین کې د پولیو ۴۰۰ زره کارکوونکي کور په کور ګرځي ترڅو ۴۵ میلیونو څخه ډیرو د پنځو کلونو څخه کم عمر ماشومانو ته واکسین ورکړي.

د پاکستان صدراعظم د پولیو د کمپاین له پیل پر مهال وویل: "زه په ټول پاکستان کې له والدینو څخه غوښتنه کوم چې د کمپاین سره بشپړه همکاري وکړي، خپل ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کړي ترڅو دوی د تل لپاره له دې ناروغۍ څخه وژغورل شي."

په تیرو څو کلونو کې د پولیو د واکسین لسګونه کارکوونکي او د هغوی ساتونکي وژل شوي دي.

د سپتمبر په میاشت کې، لسګونه پاکستاني پولیس چې د پولیو د واکسین د کور په کور کمپاین امنیت یې نیولی وی، د یو لړ وسله والو بریدونو وروسته اعتصاب وکړ.

دیني عالمانو وړاندې ادعا کړې وه چې په دغه واکسین کې د خنزیر غړي یا الکول شامل دي او له دې کبله د مسلمانانو لپاره حرام دي.

ددغه مطلب د چمتو کولو لپاره د فرانس پرس اژانس معلومات کارول شوي.