د پاکستان صدراعظم عمران خان له خپلو ټولو هېوادوالو غوښتي چې د کشمیر د مسئلې په اړه دې د هند پر ضد په ټولو ښارونو کې مظاهرې وکړې.
عمران خان په خپل ټویټر کې پر ټولو پاکستانیانو غږ کړی دی چې د جمعې په ورځ (اګست۳۰) د غرمې پر ۱۲ بجو دې لارو کوڅو ته ووځي او د هند پر ضد دې له کشمیریانو سره خواخوږي وښيي.
هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي: "موږ باید کشمیریانو ته دا پیغام ورکړو چې زموږ ولس یې په کلکه تر شا ولاړ دی. "
کل باہر نکل کر ہم کشمیری بھائیوں کو پیغام دیں گے کہ پوری پاکستانی قوم بھارتی سفاکیت، 24روز سے جاری غیر انسانی کرفیو، بچوں/خواتین سمیت کشمیری باشندوں پر تشدد/ انکے قتل ، مودی سرکار کے نسل کشی کے ایجنڈے اور مقبوضہ کشمیر پر غیر قانونی قبضے کے خلاف کھڑی ہے۔
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) August 29, 2019
نوموړي له خپلو هېوادوالو غوښتي چې نیویارک ته د هغه تر سفر پورې دې هره اونۍ دا ډول مظاهرې وکړي. ټاکل شوې چې عمران خان راتلونکې میاشت په نیویارک کې د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته ولاړ شي.
هند څه موده مخکې تر خپلې ولکې لاندې د کشمیر ټول واکونه او صلاحیتونه لغوه کړل او دې کار د پاکستان حکومت غبرګون راوپاروه. په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې بیا خرابې شوي دي.
پاکستان اوس په دې هم غور کوي چې له هند سره خپل ټول هوايي حریم او پروزاونه بند کړي. په همدې حال کې هند وايي د پاکستان کماندو ځواکونه د بریدونو لپاره د هند اوبو ته ننوتي دي.
هند د موندرا او کاندل په بندرونو کې خپل امنیتي تدابیر سخت کړي، هلته یې امنیتي کارکوونکي زیات کړي او خپلو کارکوونکو ته یې ویلي دي چې بیداره واوسي. د پاکستان پوځ لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
هند د موندرا او کاندل په بندرونو کې خپل امنیتي تدابیر سخت کړي، هلته یې امنیتي کارکوونکي زیات کړي او خپلو کارکوونکو ته یې ویلي دي چې وېښ واوسي. د پاکستان پوځ لا په دې اړه څه نه دي ويلي.