د پاکستان حکومت د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ ۴) په هغو سیمو کې چې "امنیتي اندېښنې" موجودې وې په داسې حال کې د انټرنټ او ګرځنده ټیلیفونونو خدمات بند کړي چې د عمران خان پلویان په اسلاماباد کې د لاریون لپاره تیاری نیسي.
د پاکستان حکومت همداشان له پنجاب او خیبرپښتونخوا ایالتونو څخه، چې په کې د عمران خان زیات شمېر پلویان حضور لري، اسلاماباد ته غځېدلې عمده لویې لارې په کانټینرونو بندې کړي دي.
د پاکستان حکومت په دې اړه د ایکس په ټولنیزې شبکه کې معلومات شریک کړي دي، خو هغه سیمې یې مشخص کړي نه دي چې په کې امنیتي اندېښنې موجودې دي. دغه راز نه یې دي ویلي چې انټرنت او مخابراتي خدمتونه به تر کوم وخت پورې بند وي.
د پاکستان حکومت ویلي: "د هیواد په نورو برخو کې به د انټرنټ او ګرځنده ټیلیفون خدمتونه د معمول په څیر فعال وي."
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان له څه باندې یو کال راهیسې په زندان کې دی او په وړاندې یې له ۱۵۰ زیاتې جرمي قضیې ثبت شوي دي.
خو سربېره پر دې لا هم عمران خان په پاکستان کې یو مطرح سیاستوال دی او د هغه ګوند تحریک انصاف وايي چې د عمران خان په وړاندې ثبت شوې قضیې سیاسي انګیزه لري.
د عمران خان پلویان په ټولنیزو شبکو کې په پراخه او فعاله توګه د هغه د خوشې کولو کمپاین کوي او د معلوماتو د شریکولو لپاره د وتساپ په څیر د پیغامونو د استولو له اپلیکشنونو څخه کار اخلي.
د "نټبلاک"، چې د ټولنیزو رسنیو په فعالیتونو څار لري، د معلوماتو په اساس د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې یو شمېر ټولنیزې رسنۍ او د "وي پي ان" کارول بند کړي دي.
نټبلاک نن وویل چې په پاکستان کې د وتساپ په ځینو برخو بندیز لګول شوی او کاروونکي یې نشي کولی چې له دې لارې انځورونه او ویډیوګانې شریک کړي.
تېره میاشت هم د پاکستان حکومت د عمران خان د پلویانو د لاریون د مخنیوي لپاره په اسلاماباد او راولپینډۍ کې د ګرځنده ټیلیفونونو پر استفادې بندیز لګولی و چې له امله یې د مخابراتي خدمتونو په سیستم کې ګډوډي رامنځ ته شوې وه.