عاصم ملک د پاکستان د استخباراتو د نوي مشر په توګه وګمارل شو

ډګر جنرال محمد عاصم ملک د دغه هېواد د استخباراتو (آی اس آی) نوی مشر شو.

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه سپتمبر ۲۳ (تلې دویمه) راپور ورکړ چې ډګر جنرال محمد عاصم ملک د دغه هېواد د استخباراتو (آی اس آی) د نوي مشر په توګه ګمارل شوی دی.

دا اقدام د پاکستان په پوځ باندې د پرلپسې مداخلو له انتقادونو وروسته شوی دی. د پاکستان استخباراتي اداره په دغه هېواد کې د ملکي منتخب حکومت په جوړولو او ړنګولو تورنه ده.

یوې امنیتي سرچېنې امریکا غږ ته تائید کړې چې عاصم ملک د ندیم انجم په ځای ټاکل شوی او د سپتمبر په ۳۰مه نېټه به خپله دنده پیلوي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

عاصم ملک د متحدو ایالتونو د فورت لیوینورث په موسسې او د لندن د دفاعي مطالعاتو په شاهي کالج کې زده کړې کړي او دا مهال د راولپنډۍ د قرارګاه د لوړ پوړي افسر په توګه کار کوي.

د پاکستان په سیاست کې د دغه هېواد د استخباراتي ادارې مداخله په رسنیو کې په یو بحث بدله شوې ده.

پخواني صدراعظم عمران خان، چې اوس بندي دی، تور لګولی چې د استخباراتو مشر ندیم انجم د پوځ په لارښوونې هغه په ۲۰۲۲ کال کې له واک څخه لېرې کړ او بیا یې واک ته د بېرته راتګ د مخنیوي لپاره د تحریک انصاف د غړو ځپل پيل کړل.

څو موده مخکې د پاکستان د فدرال یو شمېر قاضیانو ادعا وکړه چې استخباراتي ادارو هغوی او د هغوی خپلوان په شکنجې او تښتولو ډارولي دي. پاکستاني قاضیانو ویلي وو چې هغوی یې ډار کړي وو، چې د عمران خان د قضیې په ګډون په قضايي پېښو کې نفوذ ولري.

د پاکستان پوځ د دغه ادعاو په بدل کې د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید ونیوه چې له دندې څخه یې د ناوړه استفادې په تور محاکمه کړي. په ده باندې همدغه راز تور دی چې عمران خان یې د دې جوګه کړی و چې خپل سیاسي مخالفان وځپي.

عمران خان په ۲۰۲۱ کال کې پرېنښودل چې انجم د حمید په ځای وګمارل شي او ګمان کېږي همدغه کار پوځ په غوصه کړی و او څو میاشتې وروسته عمران خان سلب صلاحیت شو.

خو د پاکستان پوځ دا ټول تورونه رد کړي دي. د پاکستان پوځ د دغه هېواد له جوړېدو وروسته له څه باندې ۳۰ کالونو راهېسې د بېلا بېلو کودتاو له لارې په دغه هېواد کې واکمني کوي.

د عمران خان په ګډون د دغه هېوادو پخوانیو صدراعظمانو د پوځ جنرالان په سیاسي چارو او له اساسي قانون څخه په سرغړونې تورن کړي دي. خو اردو دا تورونه نه مني.

د پاکستان د پوځ یو پخواني مشر جنرال قمر باجوه، په ۲۰۲۲ کال کې له خپلې دندې څخه تر استعفا کولو څو ورځې مخکې وویل چې پوځ شاوخوا ۷۰ کال په پاکستان کې په سیاست کې مداخلې کړي.