کاکړ: سعودي عربستان او عربي متحده امارات پاکستان کې ۵۰ میلیارده ډالر پانګونه کوي

د پاکستان سرپرست صدراعظم انور الحق کاکړ دوشنبه سپټمبر ۴ (وږي۱۳) وویل چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات پدې هیواد کې په راتلونکو پنځو کالونو کې ۲۵-۲۵ میلیادره ډالر پانګونه کوي.

ښاغلي کاکړ په پایتخت اسلام اباد کې د بهرنیو هیوادونو خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې دا پانګه به د کانونو، منرالونو، کرنې، دفاعي تولیداتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخې کې واچول شي خو نور جزیات ېې ورنکړل.

پاکستان د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جون په میاشت کې د پانګونې اسانتیاو ځانګړې شورا جوړه کړه چې د پوځ او ملکي ادارو مشران یې غړي دي.

انور الحق کاکړ پخپلو خبرو کې وویل چې د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو دا پانګونه د همدې نوې شورا تر څار لاندې کیږي چې هدف یې په پاکستان کې د بهرنیو هیوادونو پانګې اچولو ته شرایط برابرول دي او د پاکستان د اقتصادي پایښت لپاره کیږي.

د صدراعظم د څرګندونو څخه یوه ورځ وړاندې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر هم د کراچۍ په ښار کې د سوداګرو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د ځانګړې اقتصادي شورا د فعالیت له وجې به د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، قطر، کویټ او د منځني ختیځ یو شمیر هیوادونه په پاکستان کې تر ۱۰۰ ملیارد ډالرو پورې پانګه واچوي.

سره لدې چې د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو چارواکو تر اوسه دا پانګونه نده تائید کړې خو د پاکستان صدراعظم وویل چې د پوځ د لوی درستیز خبرې سمې دي.

کاکړ پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې پاکستان د ۶ ټریلیون په اندازه منرالونه لري او زیاته یې کړه چې د بلوچستان ولایت د سرو زرو په کان کې به کار د همدې روان میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې پیل شي.

د سعودي عربستان یو پلاوی تیره میاشت پاکستان ته تللی و چې د کانونو په سکتور کې د پانګې اچونې په هکله څیړنې وکړي او د بلوچستان په ولایت کې د ریکو ډیک کان کې د پانګې اچولو لپاره یې چمتوالی ښودلی و.

کاکړ داسې مهال د دې پانګې خبر ورکوي چې په زرګونو پاکستاني سوداګرو د همدې روانې سپتمبر میاشتې په دویمې نیټې د انرژۍ او تېلو د لوړو بیو پر وړاندې په اعتراض کې خپل دوکانونه وتړل.

دغه پراخ سرتاسري اعتصاب چې لامل یې د ژوندانه د ورځنیو اړتیاو د لګښت او د انفلاسیون زیاتیدل دي د پاکستان د عمومي ټولټاکنو په درشل کې ترسره کیږي.

په پاکستان کې د څو لسیزو ناسم مدیریت او بې ثباتۍ ددې هیواد اقتصاد ګډوډ کړی دی. د برښنا او تیلو د بیو لوړول د پیسو د نړیوال صندوق (ای ام اف) د شرایطو څخه وو چې دې هیواد ته یې درې میلیارده ډالر پور برابر کړ.

دا موافقه د روان کال په جولای میاشت کې وشوه او د پیسو نړیوال صندوق پر پاکستان فشار راوړ چې سخت اقتصادي اصلاحات پلي کړي.

په پاکستان کې سوداګر ډېر قدرت لري او له دې سره چې راتلونکې میاشت په دغه هېواد کې ټولټاکنې کېږي، حکومت یوه مهمه دنده لري چې له یوې خوا خلک ځانته راجلب کړي او له بلې خوا د پیسو نړیوال صندوق پر وړاندې د خپلو اقتصادي اصلاحاتو ژمنتیا ته پابند اوسي.

د تاریخ په اوږدو کې پاکستان تل له خلکو او سوداګرو څخه نسبتاً کم مالیات راټول کړي دي. د ټیټومالیاتو ترلاسه کول د دې لامل شوي چې دا هیواد لوی بهرني پورونه واخلي او اوس د بهرنیو پورونو د ورکولو لار له ستونزو سره مخ ده.

په پاکستان کې د دوکاندارانو له عمومي اعتصاب یوه ورځ مخکې، د دغه هېواد سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ د هېواد له اتباعو وغوښتل چې خپل مالیاتي بیلونه ورکړي، چې د ده په وینا "دویمه چاره" نشته.

کاکړ د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل: "کله چې تاسو سبسایډي یا مالي مرسته ورکوئ، تاسو خپل مالي مسؤلیتونه راتلونکي ته پریږئ. د دې پرځای چې ستونزه حل کړي، تاسو یوازې هغه ځنډوئ."