په پاکستان کې د خراب اقتصاد له امله بې وزلي خلک مجبور شوي چې د خوړو د ترلاسه کولو دپاره خیریه موسسو ته مخه کړي، خو خیریه موسسې وايي چې مرستې ورسره کمې شوي دي.
هره ورځ په زرګونو پاکستانیان د "سیلاني" په نوم خیریه موسسې مرکزونو ته د وړیا خواړو د ترلاسه کولو دپاره ځي. دا موسسه په ټول هیواد کې مرکزونه لري او پر خلکو وړیا ګرم خواړه ویشي.
د محمد خورشيد په نوم یو امنيتي ساتونکی وايي: "که دا وړیا خواړه نه وای، ما به خپل ټول معاش یوازې په خوړو مصرفاوه."
په داسې حال کې چې په پاکستان کې د انفلاسیون کچه ۳۸ سلنې ته رسیدلې ده، د سیلاني خیریه موسسه وایي چې د هغوی د موسسې نه د خواړو تقاضا ورځ تر بلې زیاتیږي.
ددې موسسې کارکوونکی سهیل احمد وايي: "تر څو میاشتو دمخه، موږ ۳۰ زره ډودۍ پخولې. اوس یې شمېر نږدې ۴۲ زرو ته رسېدلی دی. مرستې کمې شوې خو سیلاني موسسې خپل کار نه دی کم کړی."
پاکستانیان په کلتوري توګه خیرات په ډیر سخاوت ورکوي، خو د مالیې له ورکولو ډډه کوي. اوس خیریه موسسې د ۳۸ سلنې بې ساري انفلاسیون فشار احساسوي.
دا مطلب هم ولولئ د پاکستان اقتصاد له سقوط سره مخامخ دی - کارپوهانپه ورته وخت کې د مالیاتو په کمه کچه راټولول، اقتصادي ودې ته زیان رسوي او نور خلک دې ته مجبوروي چې د بنسټیزو اړتیاوو لپاره پر خیراتونو تکیه وکړي.
د هیواد مالیه په ټولیزه توګه د کورنیو عوایدو (جي ډي پي) په تناسب د لس سلنې نه کمه ده. دا د دې معنی لري چې حکومت د مالیاتو په برخه کې د اقتصاد د اندازې له لس سلنې نه کم ترلاسه کوي.
کارپوهان وایي چې هیوادونه دې ته اړ دي چې د جي ډي پي په پرتله لږ تر لږه پنځلس سلنه مالیه راټوله کړي.
په پاکستان کې، د کرنې، سوداګرۍ، پرچون او املاکو په څیر لویو سکتورونو کې شرکتونه د مالیاتو نرخ ټیټ ساتلو لپاره سیاسي قدرت استعمالوي او اکثر د مالیو د ورکولو نه ډډه کوي.
خبریال علي خضر وايي: "دا خلک په پارلمان کې موجود دي. دوی په پوځ کې ملګري لري. او دوی د هغه خلکو سره ډیر نږدې دي چې پریکړې کوي."
په پاکستان کې د مالیاتو یو پېچلی سیستم، د هغه غیرموثره پلي کیدل او په حکومت د باور نشتوالی نور لاملونه دي چې ډېر خلک مالیات نه ورکوي.
په داسې حال کې چې پاکستان د اقتصادي رکود په درشل کی دی او په میلیونونو خلک د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي له کبله بې وزله شویدي، د سیلاني په شان په خیریه موسسو باندې فشار مخ په زیاتیدو دی.