پاکستان د خپل توغنديو پروګرام په اړه د امریکايي چارواکي څرګندونې رد کړې

د پاکستان میزایل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ډسمبر ۲۱ (مرغومې لومړۍ) د امریکا د یو لوړپوړي چارواکي هغه څرګندونې "بې بنسټه او بې منطقه" وبللې چې ویلي یې دي د دې هېواد د توغندیو پروګرام متحده ایالاتو ته ګواښ پېښولی شي.

د دې اونۍ په پیل کې د متحده ایالاتو د ملي امنیت د سلاکار مرستیال جان فاینر وویل چې د پاکستان له خوا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو په پروګرام کې پراختیا دا پروګرام په یو "نوي ګواښ" بدل کړی دی.

فاینر دا څرګندونې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د واشنګټن او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو خرابېدو ته په اشارې وروسته له هغې کړي چې تېره ورځ واشنګټن د پاکستان د بالستیک توغندیو د پروګرام په تړاو د نویو بندیزونو اعلان وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې د فاینر څرګندونې د "خواشینۍ وړ" بللې او ویلي یې دي چې دا تورونه بې بنسټه او له منطق څخه لرې دي.

دغه وزارت زیاته کړې ده چې "ستراتیژیکي وړتیاوې یې یوازې د خپل حاکمیت د دفاع او د سیمه ییز ثبات د ساتلو لپاره دي" او باید د بل هېواد لپاره د ګواښ په توګه ونه ګڼل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې بیان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سیمې د امنیت او ثبات په ګډون په ټولو برخو کې له واشنګټن سره د اسلام‌اباد د همکاریو اوږد تاریخ ته په اشارې د دغو همکاریو د دوام ژمنه کړې ده.

د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ اړیکې له لوړو او ژورو سره مل وې. دواړو هېوادونو د سړې جګړې پر مهال او د سپټمبر له ۱۱مې وروسته له القاعده شبکې سره په مبارزه کې ګډې همکارۍ درلودې.

خو په پاکستان کې د پوځ له خوا کودتا،‌ له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ څخه د پاکستان ملاتړ او د اتومي وسلو د پروګرام له کبله د واشنګټن او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې خړې شوې.