افغان طالبان د اسلام اباد سره د پاکستاني طالبانو [ټي ټي پي] په مسلې کې مرسته کول غواړي خو دا یې په وس کې نه ده. دغه خبره د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د امریکاغږ افغانستان څانګې سره په یوې ځانګړې مرکې کې وکړه. اصف دا هم وویل چې ټي ټي پي ځینې هغه وسایل لري چې د امریکايي ځواکونو څخه پاتې شوي دي.
له خواجه اصف سره د مرکې متن دلته خپرېږي.
پوښتنه: ایا د طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان سره د پاکستان اړیکې ښه شویدي، ځکه پاکستان د طالبانو ملاتړ کاوه؟
ځواب: مونږ د طالبانو سره ډېرې ښې اړیکې لرو. په داسې حال کې چې ټولې نړۍ کې هغوی منزوي شویدي. یواځې یو شی چې مونږ ترینه خوښ نه یو هغه د ټي ټي پي لخوا د افغانستان خاوره په پاکستان کې د فعالیتونو لپاره کارول دي. زه په خپله یوه میاشت مخکې د آی اس آی له مشر سره یو ځای افغانستان ته تللی وم. د هغوی سره مې په تفصیل سره خبرې وکړي. د هغوي ځینې محدودویتونه دي. خو هغوی همکاري کوي او دا یې راته په څرګنده وویل چې هغوی به خپله خاوره د دوحې د تړون په اساس د بل کوم هیواد په ضد کارېدو ته پرېنږدي. د هغوی عکس العمل ښه و خو تراوسه پورې د ترهګرۍ په شدت کې کمي نه دی راغلی او د هغوي اساسي وجه چې افغان طالبانو یې هم خبره وکړه هغه دا ده چې د تیر حکومت په وخت کې ډیر کسان پاکستان ته راغلي او اوس هلته اوسیږي. پوځ او د هغه وخت حکومت درې ځله پارلمان ته په وینا کې وویل چې مونږ د ټي ټي پي سره خبرې کوو. مونږ غواړو چې دوی پاکستان ته بېرته راشي او د اساسي قوانینو سره سم خپل رول ولوبوي. مونږ هغه وخت هم ځینې اندېښنې لرلې. هغوي په غیر مسقیمه توګه دا وویل چې په سلګونو کسان لا د مخه راغلي دي. چې تاسو ولیدل په سوات کې یې په ضد لویه مظاهره وشوه.
پوښتنه: عمران خان د امریکاغږ سره په خپلې مرکې کې ویلی وو چې شاوخوا ۴۰۰۰ کسان چې افغانستان کې وو او بېرته پاکستان ته راغلي دي، او هغوي سره بله لاره نه وه. تیر یو کال کې په پاکستان کې په لسګونه حملې وشوې، چې پکې د سرتېرو په شمول سلګونه کسان ووژل شول. اوس تاسو د ټي ټي پي سره مذاکرات غواړئ او که عملیات به کوئ؟
ځواب: عمران خان په خپل ټول سیاسي ژوند کې دا اشاره ورکړېده چې هغه په نطریاتي توګه د طالبانو ملاتړی دی. ځېنو نړیوالو مطبوعاتو به هغه ته طالبان خان ویل. څلور زره لوی شمیر دی. په دی کې د ټي ټي پي د کورنۍ غړي هم شامل دي. زما د معلوماتو په اساس، ۸۰۰۰ کسانو د ناټو په ضد په جګړې کې د افغان طالبانو سره برخه اخیستې وه. افغان طالبان او ټي ټي پي ملګرتیا لري او افغان طالبان دهغوی په ضد درېدل نه غواړي. خو غواړي چې د پاکستان سره مرسته وکړي او دا نه غواړي دا خلک د پاکستان لپاره خطر شي او یا وضعیت نور خراب شي. خو وضعیت نور خراب شویدی. دوې درې لویې پېښې وشوې. په پولیسو لویه حمله. د ډګروال برکي وژنه او داسې نورې پیښې شویدي. د ټي ټي پي سره د امریکا نه پاتې شوي وسایل دي چې په هغې د شپې په وخت د کارولو چشمې یا دوربینونه هم دي.
پوښتنه دا وسائیل د ټي ټي پي لاس ته څنګه ورغلل؟
ځواب: دا په افغانستان کې هم او د ځینو نورو ملکونو نه هم راغلي دي. زه دا وخت د چا نوم نه غواړم واخلم. خو ځینې ملکونه چې د هغوي اړېکې د پاکستان سره ښې نه دي.
پوښتنه: په سوات کې او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې ولسي پاڅونونه او پي ټي ام د ترهګرو ضد د ۱۰۰ نه زیاتې مظاهرې کړیدي. په پاکستان کې رسنۍ ولې دغه نه خپروي؟
ځواب: دا خلک بی وسلې احتجاجونه کوي. دا خلک د پخوا نه د طالبانو پر لاس ځوریدلي دي. دا ډیره د ستایلو وړ خبره ده چې دی خلکو په خپله احتجاج وکړ. د پاکستان په رسنیو کې پکار ده چې په دغه اړه رپوټونه خپاره شي خو دا وخت په پاکستان کې داسي حالات دي چې نورې ټولې مسلې شاته شویدي. دا مسله د ټولو ملي مسله ده خو مطبوعات په سیاست زیات تمرکز کوي. کومو خلکو چې دا تجربه کوله چې ټي ټي پي به پاکستان ته بېرته راولي. د هغوی تجربه سخته ناکامه شوه. عمران خان او جنرال فیض په دې اړه ډېر خوشبین وو. ځېنو خلکو یې سخت مخالفت کړی و. چې پکې د افغانستان سره د سرحدي سیمو په پارلمان کې استازي شامل وو.
پوښتنه: تاسو محسن داوړ، علي وزیر او د داسي نورو خبره کوئ. هغوی د امریکاغږ سره په مرکو کې څو ځلې ویلي دي چې پاکستاني طالبان او افغان طالبانو کې توپیر نشته. تاسو د هغوي سره موافق یئ؟
ځواب: د هغوي خبره تر یوه بریده سمه ده. تر هغه وخته پورې چې ناټو ضد جنګ روان و. دوی یو وو. خو د هغې نه وروسته زما د معلوماتو په اساس، کوم تاثر چې ورکول کیږي، افغان طالبانو ځان د ټي ټي نه لیري کول غواړي. په نړۍ کې چې داسي تحریکونه پاتې شوي وي چې په هغې کې بالاخره کامیابه شوي وي، هغوي بیا ځان د دا ډول ډلو نه ځان لیرې کړیدی. افغان طالبان باشعوره کسان دي. مونږ د طالبانو سره په ملاقات کې هغوي ته دا په څرګنده توګه وویل.
پوښتنه: افغان طالبان د ټي ټي پي په اړه څه نظر لري؟
ځواب: ما په څرګنده توګه دا احساس کړه چې هغوي زمونږ اندیښنو ته ځواب ویل غواړي. ما ولیدل چې هغوي ریښتوني دي. هغوي د پاکستان مرسته کول غواړي خو دا اوس وخت دا ۱۰۰فیصده د هغوي د وس خبره نه ده. هغوي په افغانستان او پاکستان کې امن غواړي. حاکم کله هم بدامني نه غواړي.
پوښتنه: د افغانستان مسلې ته بیرته راځم. طالبانو د میرمنو په تعلیم، کار، یواځې په سفر او داسي نورو ډیرو اساسي حقونو بندیزونه لگولي دي. پاکستان ورسره نږدی اړیکي لري. ستاسو په فکر پاکستان باید څه وکړي چې افغانې میرمنې خپل اساسي حقونه ترلاسه کړي؟
ځواب: زه د انساني حقونو نه هم اخوا ځم. د پاکستان نفوس ٥۴ سلنه دا وخت میرمنې دي چې تاسو د نفوسو دومره لویه برخه په اقتصاد کې د برخې نه محرومه کړئ نو تاسو خو ځان بیلوي. ستاسو اقتصادي پیل، یو شل پیل دی. تاسو د ټولنې یوه لویه برخه د دې نه محرومه کړه چې ټولنې د ګټې لپاره کار وکړي. ما طالبانو ته وویل چې زه په اویایمې لسیزې کې کابل ته سیل له راتلم. کابل د پاکستانیانو لپاره د سیل ځای و. هغه وخت کابل کې حالات بیخې بدل وو. نجونې، ښوونځینو او پوهنتونه ته تللې. کارونه یې کول. تاسو چې د ټولنې یوه لویه برخه نه یواځې په سیاسي توګه خو په اقتصادي توګه د ټولنې نه لیرې کړئ نو هغه ملک به څنګه پرمختګ کوي.
پوښتنه: ستاسو د تجربې په اساس یوه پوښتنه کوم. ايا پاکستاني سیاسي ګوندونه به کله د پوځي ادارو د منګولو ووځي؟
ځواب: وو، کیدای شي. باید داسي خبرې وشي چې پکې د پاکستان د ټولو برخو خلک کیني. چې پکې پوځ، استخباراتي ادارې، سیاستوال، قاضیان، کاروباریان، ټول پکار ده برخه واخلي. پکار ده چې یو ملي ډایلوګ وشي. سیاستوال خو خبرې کوي. خو د دې مسلو حل یواځې د هغوي د وس خبره نه ده. پکار ده چې زمونږ ټولنیز، سیاسي او ملي ټول استازي په دی کې برخه ولري.
دا مرکه دلته هم لیدلای شی: