یو پاکستانی سوداګر او زوی یې د ټایټانیک ډوبې شوې کښتۍ د لیدلو پر مهال ورک شوي

د شهزاده داوود په نوم د پاکستان یو مشهور سوداګر او زوی یې په شمالي اتلانتیک سمندر کې په یو اوبتل کې د ټایټانیک د ډوبې شوې کښتۍ د لیدلو پرمهال ورک شوي دي.

چارواکو وویل چې د "اوشن ګېټ" په نوم د ګرځندوی شرکت په دغه ۶.۵ متره اوږده اوبتل کې پنځه کسان سپاره و او د یکشنبې په ورځ یې اوبو ته له کښته کېدو دوه ساعته وروسته له مرکز سره اړیکه پرې شوه.

په کراچۍ کې د "اینګرو" د شرکت د مرستیال شهزاده داود کورنۍ وايي چې نوموړی له خپل زوی سلیمان سره په دغه اوبتل کې سپاره دي او اندېښنه یې ښودلې چې دا اوبتل یوازې د ۹۶ ساعتونو دپاره اکسیجن لري.

د شهزاده داود کورنۍ په یوې اعلامیې کې ویلي: "تراوسه د هغوی له اوبتل سره اړیکه نده ټینګه شوې او په اړه یې ډېر لږ معلومات موجود دي."

د امریکا د ساحل ساتنې ځواکونو د دوشنبې په ورځ ناوخته جون ۱۹ (غبرګولي ۲۹) وویل چې په شمالي اتلانتیک سمندر کې د ټایټانیک غرقې شوې بیړۍ ته څېرمه د ورک شوي اوبتل د لټون دپاره یې دوه الوتکې ګومارلي دي، او د لټون له عملیاتو سره د مرستې دپاره د کاناډا ساحلي ځواکونو هم خپله یوه الوتکه او یوه کښتۍ لېږلې ده.

د لټون عملیات

د امریکا د ساحلي ځواکونو جنرال جان موګر خبریالانو ته وویل: "په دې لیرې پرته سیمه کې د لټون چارې یوه ننګونه ده، خو موږ له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې هڅه کوو چې دا ورک شوی اوبتل ومومو او پکې سپاره کسان وژغورو."

په لادرکه شوي اوبتل کې د ناستو کسانو له جملې څخه یو بل تن د هامیش هارډینګ په نوم ۵۸ کلن بریتانوي سوداګر پېژندل شوی چې د هوايي چلند د یو شرکت مالک دی.

په دوبۍ کې د "اکشن اوویشن" په نوم د هغه شرکت د یکشنبې په ورځ په انسټاګرام کې وویل، هارډینګ ویاړي چې د "اوشن ګېټ" شرکت له خوا د ټایټانیک د کښتۍ د څېړنې له ماموریت سره د کارپوه په توګه یو ځای کیږي.

د انسټاګرام په دغه پوسټ کې د ورک شوي اوبتل تصویرونه خپاره شوي چې د سمندر تل ته د کښته کېدو په حال کې دی.

ټایټانیک د خپل وخت پرمختللې مسافروړونکې کښتۍ وه، چې په ۱۹۱۲ کال کې له بریتانیې څخه متحده ایالاتو ته د سفر په مهال په شمالي اتلانتیک سمندر کې د یخ له یوې غټې ټوټې سره له جنګېدو وروسته ډوبه شوه او ۱۵۰۰ کسان پکې مړه شول.

د ټایټانیک کښتۍ ټوټې په ۱۹۸۵ کې د کاناډا له ساحل څخه شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره لیرې د اوبو له سطحې ۴۰۰۰ متره لاندې د سمندر په تل کې وموندل شوې او د څېړونکو او سیلانیانو د پام وړ وګرځېدلې.