کرکټ نړیوال جام: پاکستان کاناډا ته ماتې ورکړه

له کاناډا سره په لوبه کې، د پاکستان لپاره محمد رضوان تر نورو زیاتې ۵۳ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

د کرکټ په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د پاکستان ټیم د سه شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولي ۲۲) له کاناډا څخه د اوو ویکټو په توپیر لوبه وګټله.

د متحده ایالاتو په نیویارک کې په دغه لوبه کې کاناډا د پچې له بایللو وروسته، په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو مقابل لوري ته د ۱۰۷ منډو نسبتا ټیټ هدف وټاکه.

پاکستان وکولای شول چې په اتلسم اوور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړي او لوبه وګټي.

د کاناډا لپاره ارون جانسن تر ټولو زیاتې ۵۲ منډې وکړې او د پاکستان لپاره محمد رضوان تر نورو زیاتې ۵۳ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

د پاکستان په توپ اچوونکو کې محمد عامر او حارث روف د مقابل لوري دوه - دوه او شاهین افریدي او نسیم شاه یو - یو لوبغاړي وسوځول.

په دې لوبه کې پاکستان د افتخار احمد او اعظم خان پر ځای صایم ایوب او عماد وسیم ته په لوبډله کې ځای ورکړی و.

پاکستان له دې وړاندې متحده ایالاتو او هند ته لوبې بایللي او د جام د لومړي پړاو وروستۍ لوبه یې د یکشنبې په ورځ (جون ۱۶) له ایرلنډ سره ده.