د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د کرکټ په نړیوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړه


د امریکا د متحدو ایالتونو د کرکټ لوبډلې په نړیوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړه او تاریخ یې جوړ کړ.

د پنجشنبې د ورځې جون شپږمه (جوزا۱۷) په لوبه کې پاکستان په ۲۰ اورونو کې امریکا ته د ۱۵۹ منډو هدف ورکړ او د امریکا لوبډلې هم ۱۵۹ منډې وکړې او خبره «سوپر اور» ته ووتله.

په کرکټ کې «سوپر اور» یوه اصطلاح ده، چې کله د دواړو لوبډلې منډې برابرې او مساوي شي، د نتیجې معلومولو لپاره باید د شپږو-شپږو توپونو لوبه وشي.

امریکا په سوپر اور کې پاکستان د ۱۹ منډو هدف وټاکه، خو پاکستان یوازې ۱۳ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

دا د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د امریکا د متحدو ایالتونو لوبډله د پاکستان غښتلې لوبډلې ته ماتې ورکوي. پاکستان څو کاله مخکې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو اتلولي هم ګټلې وه.

پاکستان د کرکټ کې په متحدو ایالتونو په پرتله ډېره قوي لوبډله لري.

دا لوبه د امریکا د ټکساز د ډالاس په نړیوال لوبغالي کې وشوه. امریکا تر دې مخکې له کاناډا څخه هم لوبه ګټلې وه.

متحده ایالتونه له ویسټ انډيز سره په ګډه د روان شل ارویز جام د سیالیو کوربه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG