پاکستان له سعودي وغوښتل چې په کارګرو یې سفري محدودیت اسان کړي 

پاکستاني کاریګر د کرونا واکسین ته انتظار ولاړ دي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاد فیصل بن فرحان السعود د یوې ورځې لپاره پاکستان ته تللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له ښاغلي السعود سره په خبرو کې د هغو ۴۰۰زره پاکستاني کارګرانو په اړه غږېدلی چې د کروناویروس د محدودیتونو له کبله پاکستان کې ایسار پاتې دي او سعودي ته تللي نشي.

ښاغلي قریشي له ښاغلي السعود سره د سه شنبې په ورځ جولای ۲۷ (زمری ۵) په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «په سعودي عربستان کې د څه باندې دوه میلیون پاکستاني کاریګرو له ډلې یې شاوخوا ۴۰۰زره د سفري محدودیتونو له کبله په کورونو کې پاتې دي. هغوی له ستونزو سره مخامخ دي، تاسو د سفر په محدودیتونو خبر یاست او تاسو د واکسین په مسئلې پوهېږی.»

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر السعود وویل: «موږ ټول پوهېږو چې د کرونا ویروس له کبله ستونزو سره مخامخ شوي یو او سفري محدودیتونه لګول شوي، په دې ټولو کار کوو.»

د سعودي عربستان حکومت وايي هغه پاکستاني کاریګر چې د «استرازینیکا، فایزر، مودیرنا او جانسن اینډ جانسن» کرونا ضد واکسینونه یې کړي وي، سعودي عربستان ته سفر کولای شي. خو که چا دا واکسینونه نه وي کړي، عربستان ته له رسېدو سره سم قرنطین کیږي او ټول مصارف یې هم په خپله غاړه دي. پاکستاني کاریګر وايي چې دوی د قرنطین لګښت نشي ورکولای. اکثریت پاکستانیانو د چین کرونا ضد واکسین کړی دی. د سعودي حکومت وايي چې ۱.۷ میلیون پاکستاني کاریګرو ته یې د کرونا ضد واکسین کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس په سعودي عربستان کې مېشت پاکستاني کاریګر د کال ۷ میلیارد ډالر خپل هېواد ته استوي.

په همدې حال کې د سعودي عربستان دولتي اژانس «سپا» وايي چې په هغوی وګړو باندې به درې کاله د سفر بندیز ولګول شي چې د سعودي عربستان د حکومت په «سور لست» کې شاملو هېوادونو ته سفرونه کوي.

اژانس د کورنیو چارو وزارت د یو چارواکي له خولې لیکلي‌ دي چې د ۲۰۲۰ د مارچ له پیل راهېسې هغه سعودي وګړي چې د حکومت له اجازې پرته یې سفرونه کړي دي، د سفر اصول یې مات کړي دي.

دغه چارواکي ويلي: «هر څوک چې دخیل وي، حقوقي حساب او کتاب به ورسره کیږي، له ستنېدو سره سم به درنه جریمه پرې لګول کیږي او درې کاله به له سفر کولو بند شي.»

د سعودي عربستان حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پاکستان، افغانستان، هند، ترکیې، متحدو عربو اماراتو، ارجنټاین، برازیل، مصر، ایتوپیا اندونیزیا، لبنان، جنوبي افریقا او ویتنام په ګډون یو شمېر هېوادونو ته په مستقیم او غیر مستقیم سفرونو او ترانزیت بندیز لګولی دی.

سعودي عربستان شاوخوا ۳۰ میلیون نفوس لري. د سه شنبې په ورځ کې ۱۳۷۹ کسان د کرونا په ویروس اخته شول او په دې سره په دغه هېواد کې په کروناویروس د ټولو اخته کسانو شمېر ۵۲۰۷۷۴ ته لوړ شو.

د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه په سعودي عربستان کې ۸۱۸۹ کسان مړه شوي دي.