په پاکستان کې چارواکي وايي د یونان په سواحلو کې د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ له ډوبېدو وروسته یې په پاکستان کې لس تنه د انسانانو د قاچاقو په تور نیولي دي.
تېره اونۍ د پناه غوښتونکو یوه کښتۍ ډوبۍ شوه او د پاکستانیانو په ګډون په کې ۷۸ کسان مړه شول او سلګونه نور لا هم تري تم دي. د یونان حکومت نهه کسان د انساني قاچاقو په تور ونیول.
له دغې پېښې وروسته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په خپل هېواد کې د انساني قاچاق کوونکو په خلاف د جدي اقدام غوښتنه وکړه او ویې ویل چې هغوی باید «شدید مجازات» شي.
چارواکي وایي نهه تنه یې د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې او یو بل یې د ګجرات په ښار کې نیولي دي. په ډوبې شوې کښتۍ کې اکثریت مړه شوي پاکستانیان د کشمېر اوسیدونکي وو.
هر کال زرګونه پاکستانیان د ښه ژوند او د ژوند د ښو امکاناتو په هدف په سختو لارو باندې اروپا ته د رسېدو لپاره دا ډول سفرونو ته زړه ښه کوي.
د کډوالو نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو ادارې په یوې اعلامیې کې ویلی دي هغه کښتۍ چې ډوبه شوې ده، د کب نیونکو کښتۍ ده او ممکن د ۴۰۰ او ۷۵۰ کسانو ترمنځ په کې ناست وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دغې پېښې کې ۱۲ پاکستان ژوندي ژغورل شوي دي، خو دا یې نه دي ویلي دي په دغې کښتۍ کې ټول څومره پاکستانیان وو.
د کډوالو د چارو یو مقام، چې نوم یې اخیستل شوی نه دی، ویلي دي چې په کښتۍ کې سپاره څه باندې ۲۰۰ کسان پاکستانیان وو.
په پاکستان کې اقتصادياو سیاسي ستونزو له کبله زرګونه ځوانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کېږي. دغه خلک چې، اکثریت یې د پاکستان د پنجاب او خیرپښتونخوا ایالتونو څخه دي، د ایران له لارې ترکیې او بیا له هغه ځای څخه اروپا ته په سختو او مرګونیو لارو سفرونه کوي.