د پاکستان پوځ وایي د عمران خان د منتخب حکومت ملاتړ کوي

په داسې حال کې چې د پاکستان د حکومت د مخالفو گوندونو په لسگونو زره کسان په اسلام آباد کې مظاهرو بوخت دي ددې هیواد پوځ وایي د ټاکل شوي حکومت او د اساسي قانون ملاتړ کوي.

مظاهره کوونکي د عمران خان د یو کلن حکومت نه غوښتي چې د یکشنبې ورځې پورې له کاره گوښه شي، خو د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور ویلي چې "مونږ په قانون او اساسي قانون باور لرو او مونږ په دموکراتیکه توگه د ټاکل شوي حکومت ملاتړ کوو نه د یو گوند".

د پاکستان د حکومت مخالف گوندونه وایي د عمران خان حکومت غیر قانوني دی او پوځ یې شاته ولاړ دی. خو پوځ په سیاست کې د دخالت تورونه رد کړي او ښاغلي خان هم د کاره له گوښه کیدو په هکله د مخالفینو غوښتنه رد کړې ده.

له بلې خوا د اعتراضونو مشر مولانا فضل الرحمن په اسلام آباد کې خپلو په زرگونو ملاتړو ته په وینا کې وویل چې د (دولتي) تاسیساتو سره مخامخ کیدل نه غواړي، خو په پوځ یې غږ کړی چې خپل ناپیلتوب وساتي.

د پوځ ویاند اصف غفور ویلي چې ښاغلی رحمن باید پوه شي چې پوځ بیطرفه و او باید چې په سیاست کې ښکیل نه کړای شي.

دا د تیر کال په انتخاباتو کې د عمران خان د بریالیتوب وروسته د هغه د حکومت پر ضد لومړنۍ پراخې مظاهرې دي. عمران خان د فساد ضد مبارزې اود پاکستان د اقتصاد د رغولو په شعار واکمن شو، خو دد هغه سیاسي منتقدین وایي چې ددغو ژمنو په ترسره کولو کې پاته راغلی دی.

مولانا فضل الرحمان، د پاکستان د نفوذ لرونکو مذهبي مشرانو څخه دی چې ددغه مظاهرو مشري کوي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز له دواړو اړخونو – مظاهره کوونکو او حکومت– غوښتي چې د تاوتریخوالي نه ډډه وکړي.