د پېښور پولیس د هغو کسانو لټون کوي چې په ښځو یې تېزاب پاشلي

د پېښور پولیس وايي چې د تېزاب پاشونکو په اړه یې ځینې اسناد ترلاسه کړي

د خیبر پښتونخوا د پېښور په ښار کې پولیس وایي‌ چې نن یکشنبه جولاۍ اوومه (چنګاښ۱۷) ځینو نامعلومه موټر سایکل سپرو په دوو ښځو تیزاب پاشلي او هغوی یې ژوبلې کړې دي.

پولیس مقامات وايي چې پېښه د پېښور ښار په «ابدره روډ» کې شوې ده. وايي ښځې په رکشا کې ناستې وې چې موټر سایکل سپرو پرې تېزاب وپاشل او وتښتېدل.

یوې ښځې پولیسو ته ویلي چې د هغې مخکني مېړه دا کار کړی دی، وايي دوی له یو بل څخه جلا شوي دي.

پولیس وايي ژوبلې شوې ښځې روغتون ته انتقال شوي او د تېزاب پاشونکو موټر سایکل او ځینې نور اسناد ترلاسه شوي او د موندلو هڅې یې روانې دي.

دا پېښه داسې مهال شوې چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو ادارې وايي چې په دغه هېواد کې ۳۲ فیصده ښځې په جسمي ډول ځورول کېږي او ۴۰ فیصده واده شوې ښځې بیا په خپل ژوند کې له تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

د ښځو د حقونو فعالان وايي چې په پاکستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره قوانین شته، خو نه عملي کېږي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې راحیله علي امریکا غږ ډیوې څانګې ته ویلي: «قانون خو شته او د هغې په اړه خلک مالومات هم ورکوي او نن سبا په پوليس تاڼو کې ښځو د مرستې د پاره ځانګړي مرکزونه هم جوړ شوي، هلته ښځې ځي، یا دارالامان ته ځي او یا هم په چم ګاونډ کې هم خلک د ظلم په ضد راپاڅي.»

دا وايي کله چې «ښځه د انصاف ترلاسه کولو پسې لاړه شي نو ورته معلومه شي چې قانون خو شته خو عمل پرې نه شته».

په پاکستان کې د ښځو سره د زور زیاتي د نورو عواملو ترڅنګ د قانون نه پلې کېدل، بد اقتصادي وضعیت او د ښځو د حقونو څخه ناخبري ښودل کېږي.