قرغزستان کې په بهرنیو محصلینو له بریدونو وروسته، پاکستان له بشکیک څخه خپل یو شمیر محصلین وایستل

د قرغزستان په مرکز کې د جمعې په شپه د بهرنیو محصلینو او بدماشانو تر منځ شخړه شوې.

د پاکستان حکومت شنبه مې ۱۸ ( غوایي ۲۹) وروسته تر هغه په قرغزستان کې خپلو اتباعو ته لارښوونه وکړله چې په کورونو کې دننه پاتې شي، چې د بدماشانو یوې ډلې او بهرنیانو تر منځ تیره ورځ په مرکز بشکیک کې اخ او ډب وشو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د تشدد څخه وروسته یې د قرغزستان د پایتخت بشکیک څخه ۱۴۰ محصلین ایستلي دي.

لا معلومه نده چې د بهرنیانو او بدماشانو تر منځ شخړه په څه شوې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په یوې دربست شوې الوتکې کې دا محصلین د شنبې په ورځ د لاهور هوایي ډګر ته ورسیدل.

دې وزارت ویلي چې په بشکیک کې د پاتې پاکستاني مصحلینو د ایستلو لپاره د نورو پروازونو پلان هم لري خو دا یې ندي ویلي چې دا پروازونه به څه وخت وشي او څومره نور محصلین هلته پاتې دي.

په قرغزستان کې سیمه ایزو مطبوعاتو ویلي چې په بشکیک کې تیره اوونۍ د دې هیواد د خلکو او بهرنیانو تر منځ شخړه پيل شوې خو د دلیل په هکله یې څه ندي ویل شوي.

په بشکیک کې د پاکستان سفارت مسؤلینو ویلي چې د قرغزستان د حکومت سره په اړیکه کې دي چې پدې هیواد کې د پآکستاني اتباعو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.

د تشدد په پیښو کې یو شمیر پاکستاني محصلین ټپي شوي هم دي چې په بشکیک کې یو سمیه ایز روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د قرغزستان سفیر ورغوښتی و چې د دې تشدد په هکله خپل اعتراض ورته څرګند کړي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم پدې پیښو اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د خپل حکومت د کابینې یو جګپوړی غړی به ډیر ژر بشکیک ته واستوي چې وضعیت وڅاري او پدې هیواد کې د ټولو پاکساني اتباعو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.

پاکستاني چارواکو همدرانګه ویلي لا نده معلومه چې آیا پدې پیښو کې کوم پاکستانی تبع وژل شوی هم دی که نه.

په قرغزستان کې زرګونه پاکستاني اتباع د زده کړو لپآره تللي دي.