په یمن کې په تازه جګړو کې ۱۱۱ تنه وژل شوي 

په تازه جګړو کې ډېر خلک له خپلو کورونو تښتېدلي دي

په یمن کې چارواکي وایي چې د حکومت تر کنترول لاندې سیمو باندې د حوثي شیعه یاغیانو په بریدونو کې په تېرو دریو ورځو کې لږ تر لږه ۱۱۱ تنه وژل شوي دي.

حکومت ته نژدې سرچېنې وايي چې دا نښتې د پنجشنبې په ورځ جون ۲۴ (غبرګولي۳) پیل شوې چې د حکومت ۲۹ سرتېري او ۸۹ یاغیان وژل شوي دي.

حوثي یاغیانو، چې د ایران له ملاتړه برخمن دي، تر دې دمه یې دا شمېرې تائید کړي نه دي.

د یمن حکومتي چارواکي وايي چې یاغیانو له شمال، جنوب او لویدیځ څخه بریدونه پيل کړي خو نه دي‌ توانېدلي چې د دفاع کرښې ماتې کړي.

راپورونه وايي که یاغیان د «مارب» سیمه،‌ چې د تیلو زیرمې لري، ونیسي، د سولې په خبرو کې به یې دریځ قوي شي. خو په جګړې کې ډېرو ولسي خلکو کورونه پرېښي او د یو بشري ناورین د پېښېدو اندېښنې هم زیاتې شوي دي.

په ۲۰۱۴ کې حوثي یاغیانو په یمن کې جګړه پیل کړه او مرکز «صنا» یې ونیوه او له دې پېښې وروسته سعودي عربستان د یمن حکومت د دفاع لپاره یو ایتلاف جوړ کړ.

له هماغې ورځې راهېسې په یمن کې په جګړو کې لسګونه زره خلک وژل شوي او د دغه هېواد نژدې ۸۰سلنه نفوس یې بشري مرستو ته کینولي دي. ملګرو ملتونو د یمن دغه وضعیت د نړۍ تر ټولو بد بشري ناورین بللی دی.