په ۱۹۸۸ کال کې د اوکراین په اودیسا کې زېږېدلې کرینا امبرټسومین له کلونو راهیسې په امریکا کې اوسیږې خو د هیڅ هېواد تابعیت نلري.
د کرینا په څېر نږدې ۲۱۸ زره کسان دا وخت په امریکا کې ژوند کوي چې د کوم هېواد تابعیت نلري.
کرینا وايي د پخواني شوري اتحاد تابعیت ورته ځکه نه و ورکړل شوی چې پلار یې ارمنی و.
هغه وايي: "دا یوه ستونزه وه. زما پلار د اوکراین په اوډیسا کې د خپل نژاد له امله په نښه کیده. زما مور زما د پلار په ښار کې په سرک وهل شوې وه او په ګیډه ماشوم یې ضایع کړی و."
د کریناکورنۍ کاناډا ته کډه شوه، بیا په ۱۹۹۶ کې متحده ایالاتو ته ولاړه، چیرې چې یې د پناه غوښتنه رد شوه.
خو هغه مهال په ۱۹۹۱ کال کې شوروي اتحاد ړنګ شو او اوکراین یو خپلواک هېواد شو.
کرینا وايي: "موږ د اوکراین سفارت ته ولاړو چې خپل پاسپورټونه او د سفر اسناد ترلاسه کړو. هغوی راته وویل چې موږ د اوکراینیانو په توګه نه پیژني."
د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت اوس وايي، د داسې کړنلارې د رامینځته کولو لټه کوي چې د بې تابعیته کسانو د مهاجرت له غوښتنلیکونو سره مرسته وکړي.
د دغه وزارت په یوې اعلامیه کې ژمنه شوې چې د هغو اسنادو او شواهدو نوملړ به خپور کړي چې د مهاجرت د ادارې کارکوونکي یې پر اساس بې تابعیته کسانو ته د امریکا اقامت ورکړي.
د کډوالۍ د چارو مدافع وکیله مارګریټ سټوک وايي، ډیری د تابعیت نه لرونکي کسان په امریکا کې د ناڅرګند راتلونکي په تمه ژوند کوي.
هغه وايي: "دوی په فزیکي توګه په متحده ایالاتو کې دننه دي، او دا منطقي خبره نده چې چې د دې لپاره د حل هیڅ لاره موجوده نه وي."
دا کسان له امریکا څخه اخراج کیدای او نورو هیوادونو ته نشي لیږل کیدای، ځکه هغوی مشخص هیواد نلري. او هیڅ نړیوال قانون نشته چې په اساس یې خلک دې ته اړتیا ولري چې په کوم ځانګړي هیواد کې تابعیت ولري.
ځینې هیوادونه په خپله خاوره کې زیږېدلو کسانو ته تابعیت ورکوي خو ځینې نور هېوادونه بیا دا قانون لري. مارګریټ سټوک وايي: "مهمه خبره دا ده چې ډیر خلک ډیر په اسانۍ بې هیواده کیدای شي."
دا څرګنده نه ده چې د متحده ایالاتو نوې پالیسي به بې تابعیته خلکو ته ددې زمینه برابره کړي چې په امریکا کې د قانوني استوګنې اسناد ترلاسه کړي. خو امبرټسومین هیله منه ده چې د کورني امنیت وزارت تازه اعلامیه به بالاخره کې د هغې په څیر خلکو له قضیو سره مرسته وکړي.