کانګرس کې د سرحدي بودجې پر سر اختلافات د افغان کډوالو سرنوشت هم په خطر کې اچوي

د متحدو ایالاتو د سنا مجلس دوشنبه فبروري پنځمه (سلواغې ۱۶) د لګښتونو ۱۱۸ ملیارده ډالر بودجې لایحه معرفي کړه چې د سرحدي امنیت، اوکراین او اسرائیل سره د جګړې پر مهال د مرستو تر څنګ د هغو افغان کډوالو بیا میشت کیدو لپاره هم په کې پیسې بیلې شوي چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو او حکومت سره کار کړی.

په دې لایحې کې د هغو زرګونو افغان کډوالو د میشت کیدو اقداماتو لپاره پیسې بیلې شوي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو واکمن کیدو وروسته په نظامي الوتکو کې امریکا ته راوړل شول.

خو که د سنا مجلس غړي د ۱۱۸ ملیارد ډالرو لګښتونو بودجې په نورو برخو جوړ رانشي، د افغان کډوالو لپاره دا اقدام به هم ناکام شي.

د سنا په مجلس کې دیموکراتان او په ځانګړې توګه هسپانوي ډلو د دې لایحې سره مخالفت ښودلی ځکه چې د هغوي په قول د سرحدي امنیت لپاره په کې سختې پالیسۍ غوښتل شوي. دوي وایي چې دا "افراطي ښي اړخې" پالیسۍ چې پدې لایحې کې نعښل شوي، د هیواد له کاره لویدلي کډوالۍ سیستم په رغولو کې هیڅ مرسته نشي کولی.

د همدې مجلس محافظه کار غړي بیا وایي پدې لایحې کې د هغو غیر قانوني کډوالو د مهار کولو لپاره لازم اقدامات ندي یاد شوي چې د مکسیکو څخه متحده ایالاتو ته هره ورځ را اوړي.

که د سنا په مجلس کې دا لایحه منظوره نشي، د هغو څه باندې ۷۶ زرو افغان کډوالو زړه به مات کړي چې اوس مهال په متحده ایالاتو کې پداسې حال کې ژوند کوي چې د کډوالۍ حیثیت یې د څو کالونو راپدیخوا د کانګرس نه اقدام کولو له کبله بې نتیجې پاتې دی.

د کانګرس یوې وړې ډلې چې دموکراتان او جمهوري غوښتونکي پکې دي، د فعالینو ډلو سره په ګډه تقریبا درې کاله کار وکړ چې د استازو مجلس یا سنا مجلس د افغانانو بیا میشت کیدو په لایحې (Afghan Adjustment Act) رایه ګیري وکړي.

د کانګرس جمهوري غوښتونکي ددې لایحې سره مخالفت لري او دلیل یې دا دی چې د افغان کډوالو سابقه په سمه توګه نده کتل شوې. د اکثریت دې افغان کډوالو کورنۍ لا هم په افغانستان کې دي.

د متحدو ایالاتو حکومت دې افغان کډوالو ته د بشردوستانه حیثیت په ورکولو سره په امریکا کې په قانوني توګه د موقتي ژوند کولو فرصت ورکړی خو دا ژمنه یې هم ورسره کړې چې په افغانستان کې د امریکا لپاره د کړي خدمت پر اساس به د دایمي ژوند کولو لپاره ورته یوه لار برابره کړي.

د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو یو پخوانی سرتیری، شان وان ډایور چې د #AfghanEvac په نامه د هغه ائتلاف مشري کوي چې د افغان کډوالو ملاتړ کوي پدې یې خوښي ښودلې چې د سرحدي لګښت پدې لایحې کې د افغان کډوالو موضوع ته هم ځای ورکړل شوی.

هغه وویل، "زمونږ موقف دا دی چې ۲۰ کاله افغانان زمونږ سره ودریدل او پدې تیرو دریو کالونو کې په هرې لایحې کې له هغوي غوښتل شوي و چې انتظار وباسي".

سره لدې چې ښاغلي وان ډایور پدې اقدام خوښي ښودلې خو ښایي دا خوښي ډیر دوام ونکړي ځکه چې د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي چې اکثریت ورسره دی، د منظوریدو هیڅ فرصت نلري.