نیپال کې د سیلابونو له امله ۱۴۸ کسان مړه شوي دي

نیپال کې سیلابونه

د نیپال چارواکي‌ وايي‌ چې په دغه هېواد کې د سختو موسمي بارانونو او سیلابونو د راوتلو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۴۸ ته رسېدلی دی.

د نیپال د پایتخت کتماندو سیلاب ځپلي ښار یو شمېر اوسېدونکي د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۲۹‌ (تلې اتم) بېرته خپلو ویجاړو شویو مینو ته ستانه شوي دي ترڅو د سیلاب له امله اوښتي زیانونه وارزوي.

په نیپال کې د جون څخه تر سپتمبر پورې موده کې د موسمي بارانونو پر مهال د سیلابونو راوتل او د ځمکې ښویېدل معمول دي خو کارپوهان وايي‌ چې د اقلیم بدلون په بارانونو کې د زیاتوالي‌لامل شوی دی.

په نیپال کې د وروستیو بارانونو له امله د سیندونو اوبه راپورته شوې دي او د کتماندو ښار ځینې برخې یې لاندې کړي دي‌. همداشان یو شمېر سرکونه چې پایتخت یې له نورو ښارونو سره نښلولی ویجاړ شوي دي.

په کتماندو کې د سیند د غاړی یو اوسېدونکي کمار تامانګ د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د کورنۍ غړي یې د شنبې په شپه د سیلابونو له امله له سیمې ووتل او د اوبو د کچې له راټیټېدو وروسته کله چې بېرته خپل کور ته ستانه شول "هلته هرڅه بدل شوي و".

په نیپال کې د کړکېچ د مدیریت او د ګواښ د کچې راکمولو د مدیریت ملي‌ اداره وايي‌ چې په ټول نیپال کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۲۶ کسان د سیلابونو له امله مړه شوي دي او ۶۳ نور ورک دي.

د نيپال د کورنیو چارو وزارت ویاند ریشي رام تیواري د فرانسې خبري‌ اژانس ته وویل چې کتماندو ته د غځېدلو لویو لارو د پاکولو عملیات پیل شوي‌ دي‌. د هغه په وینا څه باندې درې زره کسان له دغې طبیعي پېښې څخه ژوندي ژغورل شوي‌ دي.

د نیپال د هواپېژندنې ادارې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کتماندو کې لږ تر لږه ۲۴۰ ملي‌ متره باران ورېدلی دی. د کتماندو پُست ورځپاڼې د راپور په اساس دا په تېره څه باندې نیمه پیړۍ کې د زیاتو اورښتونو تر ټولو لوړه کچه ښيي.

په عین حال کې له ۳۰۰۰ څخه زیات امنیتي منسوبین د ژغورنې په عملیاتو کې بوخت دي ترڅو سیلاب ځپلې کورنۍ د هیلیکوپترو په واسطه خوندي سیمو ته انتقال کړي.

د جمعې په ورځ په کتماندو کې د خراب موسم له امله دغه ښار ته شاوخوا ۱۵۰ پروازونه لغو شوي، چې د یکشنبې په ورځ بېرته پیل شول.

له ۷۰ څخه تر ۸۰ فیصده موسمي بارانونه د اسیا د جنوب په هېوادونو کې کېږي او په وروستیو کلونو کې د دغو بارانونو له امله د سیلابونو د راوتلو او د ځمکې د ښوېدلو په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.