یوه شپه او ورځ کې په افغانستان کې د کرونا یوه مثبته پېښه ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې په بې‌ساري ډول د کروناویروس د مثبتو پېښو د کموالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې یوه مثبته پېښه په بدخشان ولایت کې ثبت شوې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره‌کي د یکشنبې په ورځ د اګست په دویمه (زمري ۱۲) امریکا غږ ته وویل چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس ۱۹ مشکوکې پېښې ارزول شوي او یوه یې مثبته تشخیص شوې ده.

ښاغلي تره‌کي وویل د کروناویروس په مثبتو پېښو ځکه کموالی راغلی چې اکثره ناروغانو د اختر په ورځو کې روغتونونو ته مراجعه نه ده کړې.

هغه دغه راز د اختر په ورځو کې د خلکو له خوا د روغتیايي تدابیرو رعایتول د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي بل عمده لامل یاد کړ.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وروستۍ رسمي شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې په کروناویروس د اخته شویو کسانو شمیر ۳۷ زره او ۷۱۰ ته رسېږي چې له دې شمېرې ۲۵زره او ۵۰۹ تنه بېرته ترې روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت همداشان ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې یو تن د کروناویروس له امله مړ شوی چې په دې سره د ټولو مړه شویو کسانو مجموعي شمېره ۱۲۸۴ ته لوړه شوې ده.

د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د کروناویروس تر ټولو زیاتې ۱۴۶۸۱ مثبتې پېښې په کابل کې ثبت شوي چې له دې شمېرې ۵۱۱ تنه مړه شوي دي.

کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډيسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د یکشنبې تر ورځې د اګست تر دویمې (زمري ۱۲) په نړۍ کې کابو ۱۷.۹ میلیونه وګړي په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې ۶۸۵زره یې مړه شوي دي.