د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان: افغانستان سره مرستو ته ژمن یو 

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان په افغانستان کې د اړمنو خلکو سره د مرستو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په یو تازه مورد کې د نایجریا حکومت د افغانستان د بشر دوستۍ د اماناتو صندوق سره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د بشري کړکیچ په زیاتیدو سره د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان سره د بشري مرستو په مقصد دغه صندوق جوړ کړی دی.

دغه سازمان د جمعې په ورځ مارچ څلورمه (کب ۱۳) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نایجریا د حکومت د مالي مرستو څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه پیسې به په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو په ګډون د میلیونو کسانو د وضعیت په ښه کیدو کې مرسته وکړي.

په افغانستان د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د نړیوالو مرستو د بندید او دننه پدې هیواد کې د کار و بار په کمیدو سره د افغانستان خلک نه یواځې د بیساري فقر بلکې د خوراکي توکیو له کمښت سره هم مخامخ شول.

نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې اوسمهال په افغانستان کې میلیونو کسان د لوږې او قخطۍ سره لاس او ګریوان دي.

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان په اعلامیه کې راغلي چې دا غه سازمان "د افغانستان د خلکو څخه ملاتړ ته ژمن دی او د هغه ځانګړي پریکړه لیک د پلي کولو لپاره د هیڅ ډول هڅې دریغ نه کړي چې د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې په اسلام آباد کې ددې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په فوق‌العاده غونډه کې صادر شو."

دغه سازمان د ټولو اسلامي هیوادونو څخه غوښتي چې د افغانستان سره د بشر دوستۍ د مرستو لپاره د هغه امانت صندوق سره چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي چې د اسلامي پراختیا بانک کې جوړ شوی دی.

اسلامي هیواد په هغه فوق العاده غونډه کې چې تیر کال ډسمبر د پاکستان په کوربتوب په اسلام آباد کې وشوه، افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو لپاره یو میکانیزم رامنځته کړ او وویل چې د ملګرو ملتونو سره په د افغانستان د کنګل شوې پانګې په خلاصون کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو په واکمن کیدو سره متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هیوادونو د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا لس میلیارد ډالر شتمني چې زیاته برخه یې په نیویارک کې د فدرالي ذخیرو په بانک کې وه کنګل کړه چې د طالبانو لاس ته ورنشي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان کال د فبرورۍ په ۱۱ (سلواغې ۲۲) د یو اجرایي فرمان په لاس لیک کولو سره د افغانستان د اقتصادي کړکیچ د حل کولو په مقصد د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د یوې برخې ازادولو ته اجازه ورکړه.