له موږکانو سره د مهاجرو پرتله کول د یو اتریشي مقام د استعفا سبب شو

د اتریش د صدراعظم مرستیال د سه شنبې په ورځ وویل د هغه د گوند یو لوړپوړی غړی به د هغه شعر په وجه له خپل مقام او د گوند له غریتوب نه گوښه شي چې مهاجر یې د موږکانو سره پرتله کړي دي.

د اتریش د صدراعظم مرستیال هینس کریستیان شتراخه د سه شنبې په ورځ ویلي کریستیان شلیخر به د آزادۍ په نوم د مهاجرو ضد گوند څخه ووځي او د "براوناو ایم ان" ښار د ښاروال له مرستیالۍ نه به هم استعفا وکړي. د جرمني او اتریش په پوله پروت دغه ښار د نازیانو د مشر ادلف هیتلر د زیږد ځای دی.

د "ښار موږک" تر عنوان لاندې شعر د آزادۍ د گوند د بروناو ښار په یو محلي خپرونه کې خپور شوی. په دغه شعر کې ښاغلي شتراخه خبرداری ورکړی چې اتریش ته د مهاجرو ورتگ په هغه هیواد کې فرهنگونه سره ګډوي.

د اتریش صدراعظم کورتس یوه محافظه کار سیاستوال دی چې د آزادۍ گوند سره یې د ٢٠١٧ کال راهیسې یو ایتلافي حکومت جوړ کړی دی. هغه هڅه کړې چې له دغه شعر نه ځان لرې وساتي او ویلي یې دي چې ددغه شعر "د کلیماتو انتخاب له کرکې ډک، غیر انساني او په ژوره توگه نژاد پالنه ده".

د اتریش د آزادۍ گوند یو لوړپوړي سیمه ایز چارواکي اروین شراینر د دوشنبې په ورځ ددغه شعر تشبیحات رد کړل او وویل چې په کې یوه جدي مسله په ډیره بې خونده توگه تشریح شوې ده.

ښاغلي شتراخه پدې شعر کې ویلي "هاغسې چې مونږ دلته ژوند لرو نور موږکان د هغو په گډون چې نه یې پیژنو او د میلمنو او یا هم مهاجرو په توگه دلته راځي باید زمونږ د ژوند لاره خپله کړي! یا هم ژر له دې ځایه لاړ شي!"

د اتریش د صدراعظم مرستیال شتراخه د پراخو انتقادونو وروسته ویلي چې د ښاغلي شلیشر هدف د مهاجرت د بحث تحریکول وو نه د چا خپه کول. په همدې خاطر یې استعفا کړې چې د آزادۍ گوند ته تاوان ونه رسیږي. ښاغلي شتراخه دا هم ویلي چې د مرستیال ښاروال کړنې د آزادۍ گوند له اساساتو سره برابرې ندي.

در جریان بحران مهاجرت در سال‌های ۲۰۱۵ و ۲۰۱۶، اتریش یکی از مقاصد داغ مهاجرانی بود که از افغانستان و کشورهای شرق میانه عازم اروپا بودند.

په اروپا کې د ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کلونو د مهاجرت د کړکیچ په ترڅ کې اتریش له ختیځې اورپا نه لویدیځې اروپا ته د هغو مهاجرو د ورتگ لاره وه چې د افغانستان په گډون د منځني ختیځ د هیوادونو څخه لویدیځې اروپا ته تلل.