د امریکا د مهاجرت د اصلاحاتو فدراسیون د یو راپور په خپرولو سره ویلي، د هغو افغانانو شمیر چې متحده ایالاتو ته په غیر قاوني توګه راځي، په پام وړ اندازه زیات شوی دی.
په راپور کې راغلي دي چې د افغانانو سربیره د چین او ایران د اتباعو شمیر چې د پاناما-کولمبیا-مکسیکو له لارې ځانونه متحده ایالاتو ته رسوي، په تیرو څلورو کلونو کې په بیسارې توګه زیات شوی دی.
دې رپوټ متحده ایالاتو ته د ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ پورې د غیر قانوني مهاجرت شمیرې د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۰ کلونو پورې پرتله کړي دي.
د دغه راپور موندنې ښيي چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ یوازې ۹۸ افغانان د پاناما له لارې امریکا ته په ناقانونه توګه ننوتلي، په داسې حال کې چې دا شمېر د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ ۸۲۹۴ تنو ته لوړ شوی دی.
د زماني محدودې له نظره، متحده ایالاتو ته د افغانانو غیر قانوني مهاجرت پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره جوخت دی. د طالبانو ډله د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې پر افغانستان واکمنه ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، له ۲۰۲۲ کال څخه تر اوسه شاوخوا اته میلیونه افغانانو خپل هېواد پرېښی، چې له دې ډلې ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته او نږدې یو میلیون یې اروپا ته او په لسګونه زره نور هم امریکا او د نړۍ نورو هیوادونو ته تللي دي.
د امریکا د مهاجرت د اصلاحاتو فدراسیون همداشان راپور ورکړی، چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ ۲۹۹ چینایان او ۱۴ ایرانیان د پاناما له لارې امریکا ته داخل شوي، خو د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ له دې لارې امریکا ته د داخل شویو چینایانو شمیر ۳۹۹۲۱ تنو ته لوړ شوی دی د ایرانیانو شمېر هم ۹۳۵ تنو ته رسېدلی دی.
د امریکا د مهاجرت د اصلاحاتو د فدراسیون په وینا، په ټولیز انځور کې له مکسیکو څخه متحده ایالاتو ته غیرقانوني مهاجرتونه په ۲۰۱۰ تر ۲۰۲۰ کلونو کې ۱۱۵۷۵۸ تنه و چې د ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ پورې ۱.۱۸ میلیون تنو ته زیات شوی دی.
د امريکا د مهاجرت د اصلاحاتو د فدراسيون په راپور کې د امريکا د پرانستې پولو پر تګلارو نيوکه شوې او ويلي يې دي چې دغه کار د دې لامل شوی چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مهاجر او پناه غوښتونکي امريکا ته د رسېدو لپاره له اوږدو، ګرانو او خطرناکو لارو تېر شي.
دا پداسې حال کې دي چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې د کډوالۍ سختې تګلارې او د پولو د امنیت او ساتنې نور تدابیر به پلي کړي او دا یې هم ویلي چې د "امریکا په تاریخ کې به د کډوالو تر ټولو ستره ایستنه ترسره کړي."