ناروې له روسیې سره په سرحد اغزن تار غځوي

د ناروې د عدلیې او عامه امنیت وزیره ایمیلي میهل

د ناروې چارواکي وايي په پام کې لري چې د خپل ګاونډي فنلنډ په څېر، له روسیې سره پر خپله ۱۹۸ کیلومتره اوږده ګډه پوله باندې اغزن تار تیر کړي.

د ناروې د عدلیې او عامه امنیت وزیرې ایمیلي میهل د شنبې په ماښام د ناروې دولتي نشراتي ادارې (این ار کې) ته وویل: "پر سرحد باندې اغزن تار په زړه پورې نظر دی چې نه یوازې مخنیوی کوي بلکې پدې تار باندې لګېدلي سانسورونه او ټکنالوژي تاسو خبروي چې سرحد ته څوک نږدې کیږي."

هغې وویل حکومت یې دا وخت د اغزن تار برسېره له روسیې سره پر خپل سرحد باندې د امنیت ټینګولو لپاره پر نورو "بیلابیلو اقداماتو" هم غور کوي چې پدې کې د څار او سرحد ساتونکو د شمېر زیاتوالی شامل دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله باندې یوازې سټورسکوګ بندر د تګ راتګ رسمي لاره ده چې له دې لارې په تیرو څو کلونو کې د ګوتو په شمار کسانو د غیر رسمي اوښتو خبر ورکړل شوی دی.

میهل په اوړي کې ددې لپاره فنلنډ ته تللې وه ترڅو وګوري چې دغه هېواد له روسیې سره خپل ۱۳۴۰ کیلومتره سرحد څنګه کنټرول کړی دی. هغې وویل چې ناروې په بیړنیوحالتو کې ددې وړتیا لري چې له روسیې سره خپل سرحد په سمدستي توګه وتړي.

د روسیې او فنلنډ ګډه پوله

فنلنډ په ۲۰۲۳ کې د ناټو د غړیتوب د ترلاسه کولو څو میاشتې وروسته، له روسیې سره خپلې ټولې سرحدي لارې وروسته له هغه وتړلې چې په دریو میاشتو کې د دریمګړو هېوادونو شاوخوا ۱۳۰۰ کډوال له روسیې څخه دغه هېواد ته واوښتل.

فنلنډ تور لګوي چې روسیه د "ترکیبي جګړې" په توګه له کډوالو کار اخلي او د مخنیوي لپاره یې هلسینکي د ګډې پولې په بیلابیلو برخو کې په مجموعي ډول ۲۰۰ کیلومتره اغزن تار غځوي. دا پوله همدارنګه د ناټو او اروپايي اتحادیې سرحد جوړي.

فنلنډي چارواکي وايي په دغه تار کې داسې ټکنالوژي کارول شوې چې پر پوله باندې د خلکو د اوښتو په صورت کې چارواکو ته خبر ورکوي.

د فنلنډ له دې پروژې څخه په الهام اخیستو، د ناروې د عدلیې وزیرې وویل چې د داسې یو تور لګول د ناروې لپاره هم ښه نظر دی. د ناروې د دولتي نشراتي ادارې د راپور له مخې، د ناروې د شمالي فنمارک سیمې د پولیسو مشرتابه د میهل له نظر څخه ملاتړ ښودلی دی.

د سټورسکوګ بندر له شاوخوا څخه په ۲۰۱۶ کې د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي او ۳.۵ متره لوړوالي یوه پنجره ځای په ځای شوې وه. له دې یو کال وړاندې، شاوخوا ۵۰۰۰ کډوال او پناه غوښتونکي له دې لارې له روسیې څخه ناروې ته اوښتي وو.

ناروې چې ۵.۶ میلیون نفوس لري، د ناټو غړیتوب لري خو د اروپايي اتحادیې برخه نده. خو دا هېواد د اروپايي اتحادیې د شینګن سیمې برخه ده چې له مخې یې غړي هېوادونه مکلف دی چې د اتباعو د ازاد تګ راتګ لپاره ګډ سرحدونه پرانیستي وساتي.