شمالي کوریا: تر ټولو قوي بین البراعظمي بالستیک میزایل مو ازمایلی

د هواسونګ میزایل د توغونې د شېبې دا تصویر د شمالي کوریا رسنۍ خپور کړی دی،

شمالي کوریا نن جمعه نومبر لومړۍ (لړم۱۱) وویل چې د نړۍ «تر ټولو قوي بین البراعظمي بالستیک میزایل» ازمایلی دی.

خو بهرني متخصصین د پیونګ یانګ دا ادعا تبلیغات بولي.

شمالي کوریا وايي د پنجشنبې په ورځ یې چې کوم میزایل ازمایلی دی، ډېر لوړ ولاړ او د نورو توغندیو برعکس یې ډېر وخت په فضا کې پاتې شو.

دغه کار څرګندوي چې شمالي کوریا، د یوې داسې بین البراعظمي اتومي میزایل، چې د متحدو ایالتونو د اېشتلو توان ولري، په ترلاسه کولو کې پرمختګونه کړي دي.

خو کارپوهان وايي چې شمالي کوریا لا هم د داسې یو میزایل په ترلاسه کولو کې د تکنالوژۍ په برخه کې له ځینو ستونزو سره مخامخ دی.

د شمالي کوریا مرکزي خبري رسنۍ د دغه میزایل نوم هواسونګ-۱۹ ښودلی او هغه یې «د نړۍ تر ټولو قوي ستراتېژیک میزایل او د وسلو کامل سیستم» یاد کړی دی.

د دغې خبري رسنۍ په حواله، د شمالي ‌کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د دغه میزایل توغول د خپل هېواد د دښمنانو په وړاندې «یو مناسب پوځي اقدام» وباله.

تر دې مخکې د شمالي کوریا تر ټولو پرمختللی بالستیک میزایل هواسونګ-۱۸ نومېده.

شمالي کوریا په دې وروستیو کې د داسې میزایلونو د ترلاسه کولو لپاره، چې د اتومي کوپړیو د انتقال وړتیا ولري، ثابت پرمختګونه کړي دي.

ځینې کارپوهان دا باور لري چې شمالي کوریا ممکن داسې اتومي میزایلونه ترلاسه کړي وي‌،‌چې د جنوبي کوریا ټوله خاوره پرې وېشتلای شي، خو داسې اتومي میزایل نه لري چې د متحدو ایالتونو خاوره پرې وولي.