د شمالي کوریا مشر اروپا ته د سفر لپاره جعلي اسناد جوړ کړي و

د شمالي کوریا مشر کیم جان اون او د هغه پلار په ټگۍ برگۍ د برازیل پاسپورټ ترلاسه کړي و چې اروپایي هېوادونو ته پرې د سفر لپاره ویزې واخلي.

دغه خبره د ختیځ اروپا پنځو لوړپوړو امنیتي چارواکو رویټرز ته کړیده. هغوي ویلي د شمالي کوریا مشر او د هغه پلار دغه کار د ١٩٩٠ په لسیزه کې کړې و.

د شمالي کوریا د مشر د کورنۍ په هکله داسې ویل کیږي چې هغوي په جعلي اسنادو سفرونه کړیدي خو پدې هکله ډیر کم ځانگړي مثالونه مخې ته راغلي دي. د رویټرز خبري اژانس چې د پاسپوټونو کومه کاپي ترلاسه کړیده دغه پخوا چا ندي لیدلې.​

د اروپا یو لوړپوړي امنیتي منبع د نوم نه ښودلو په شرط وویل "هغوي د برازیل دغه پاسپورټونو استعمال کړیدي. پدغو پاسپورټونو د هغوي عکسونه ډیر څرگند دي. هغوي هم په دغو پاسپورټونو د اروپا د ویزو اخیستلو کوښښ کړیدی."

هغه زیاته کړه چې دا ښیي د شمالي کوریا مشرانو غوښتل اروپا ته سفر وکړي او په خپل ملک کې د مشکل په وخت د تیښتې لاره ولري.

په برازیل کې د شمالي کوریا سفارت پدې هکله د تبصرې نه ډډه کړیده.

د برازیل حکومت وایي چې هغوي تحقیقات پیل کړیدي.

څلورو اروپایي امنیتي چارواکو دا خبره تائید کړیده چې د شمالي کوریا مشر او پلار یې په دغو پاسپورټونو د دوو اروپایي ملکونو د ویزو ترلاسه کولو کوښښ کړیدی. خو دا نده معلومه چې ویزې ورته ورکړل شویدي او کنه.