د نوبل بنسټ د سږ کال په مراسمو کې د ایران، روسیې او بیلاروس استازو بلنې لغوه کړلې

په سویډن کې د نوبل بنسټ شنبه سپټمبر ۲ (وږي ۱۱) وروسته تر هغه د سږ کال د نوبل جایزې په مراسمو کې د ګډون کولو لپاره د ایران، روسیې او بیلاروس د استازو بلنې لغوه کړلې چې ګڼ شمیر کسانو د دې هیوادونو استازو ته د بلنې ورکولو څخه وروسته جدي غبرګونونه وښودل.

د نوبل بنسټ چې یوه خصوصي اداره ده او په بیلا بیلو برخو کې هر کال د نوبل پرتمیني جایزې ورکوي، تیر کال یې د دې هیوادونو استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړې خو سږ کال یې پدې هکله خپل دریځ بدل کړی و.

د ایران، روسیې او بیلاروس استازو ته د ګډون د بلنو څخه وروسته د سویډن د پارلمان ګڼ شمیر غړیو ویلي و چې د سږ کال په مراسمو کې به ګډون نکوي.

د پارلمان دې غړیو ویلي و چې په اوکراین د روسیې یرغل او په ایران کې د بشري حقونو ځپل کیدل هغه دلایل دي چې له مخې یې دوي د سږ کال مراسمو سره مقاطعه اعلان کړې وه.

د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن هم د جمعې په ورځ د مطبوعاتو سره په مرکې کې ویلي و که د پریکړې کولو فرصت ورکړل شي، د روسیې استازو ته به پدې مراسمو کې د ګډون اجازه ورنکړي.

د نوبل بنسټ د دې دریو هیوادونو د استازو د بلنې لغوه کیدو په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي ، "د پریکړې بنسټ دا دی چې مونږ ګمان کوو دا مهمه او سمه ده چې د نوبل جایزې ارزښت او پیغام چې د ځان سره یې لري، هر څومره چې امکان لري ډیر خپور شي".

په اعلامیې کې ویل شوي چې په سویډن کې د قوي غبرګون څرګندیدو وروسته چې د نوبل جایزې پیغام یې په بشپړه توګه کم رنګه کړی و، پریکړه وکړه چې د سږ کال په مراسمو کې د ایران، روسیې او بیلاروس استازو ته د ګډون بلنه ورنکړل شي.

د نوبل بنسټ تر دې وړاندې ویلي و چې د ټولو هغو هیوادونو استازو ته یې د سږ کال په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې وه چې په سویډن او ناروې کې سیاسي استازولۍ لري.

ټاکل شوې چې دا مراسم د سویډن په پایتخت سټاکهولم کې د ډسمبر د میاشتې په ۱۰ مې نیټې وشي.

ایران، روسیې او بیلاروس تر اوسه د نوبل بنسټ ددې پریکړې په هکله غبرګون ندی څرګند کړی.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د ۲۰۲۲ کال د فبروري د میاشتې په ۲۴ مې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل وکړ چې د متحده ایالاتو په ګډون ګڼ شمیر اروپایي هیوادونو پرې بندیزونه ولګول.