اروپا: د ایران د غني شویو یوارنیمو ذخیره په بې سارې توګه ډیره شوې

جرمني، فرانسې او بریتانیې سه شنبې ډسمبر ۱۷ ( لیندۍ ۲۷) په ایران تور ولګاوه چې په لوړه کچه د غني شویو یورانیمو ذخیره یې په "بې سارې توګه" ډیره کړې او هیڅ کوم "اعتباري" دلیل نشته چې ګواکې دا یورانیم د ملکي مقاصدو لپاره غني کوي.

د‌ې درې واړو هیوادونو په ګډې اعلامیې کې د تهران اتومي پروګرام په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې څخه وړاندې له ایران غوښتي چې د اتومي پروګرام پراخوالی بند کم کړي.

ددې هیوادونو په ګډې اعلامیې کې راغلي چې په دومره اندازه په لوړه کچه غني شوي یورانیم ایران ته دا توان ورکوي چې د ګڼو اتومي وسلو لپاره کافي خام مواد برابر کړي.

د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي، " ایران د پرمختللو سنټرفیوژونو نصبول هم چټک کړي چې د هغې اتومي موافقې کمزورې کولو لپاره بل زیان رسوونکي اقدام دی چې ایران یې د ملاتړ ادعا لري".

په ۲۰۱۵ کال کې ایران د نړۍ له زبر ځواکونو سره د اتومي تړون لاسلیک کړ. د تړون په اساس، ایران به د خپلو یوریانیمو غني کول بندول او په بدل کې به پرې لګول شوي اقتصادي بندیزونه لېرې کېدل.

خو، په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ متحده ایالتونه له دغه تړون څخه واېست او په ایران باندې یې بیا اقتصادي‌ بندیزونه ولګول.

ایران له هغه وروسته وویل د تړون شرایطو ته ژمن نه دی، د اتومي انرژۍ له نړیوال سازمان سره یې روابط کم کړل او د څار هغه وسائیل یې هم غیر فعال کړل چې د ایران اتومي پروګرام یې څاره.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ څار ادارې هم ویلي و چې ایران پلان لري په لوړه کچه د غني شویو یورانیمو تولید د پام وړ توګه ډیر کاندي.

دې ادارې په یو محرم راپور کې ویلي چې ایران د فردو اتومي بټۍ نقشه بدله کړې او دا ترې څرګندیږي چې ښایي دا هیواد په همدې اتومي بټۍ کې تر ۶۰ سلنې پورې په لوړه کچه یورانیم غني کړي.

د ملګرو ملتونو څار ادارې پدې راپور کې همدارنګه ویل شوي چې ایران ښایي په یوې میاشت کې څه باندې ۳۴ کیلو ګرامه په لوړه کچه غني شوي یورانیم تولید کړي پداسې حال کې چې ایران اوس مهال د میاشتې یوازې ۴.۷ کیلو ګرامه دا ډول یورانیم تولیدوي.

سره لدې چې ایران تل ویلي یورانیم د اتومي وسلو جوړولو په نیت نه غني کوي خو که چیرته یورانیم تر ۹۰ سلنې غني شي، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیدی شي.

د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر، رافایل ګروسي چې په بحرین کې یې د فرانس پریس خبري اژانس سره خبرې کولې وویل چې ایران غواړي د دې ادارې مدیریه هیت لخوا د تازه سانسور کیدو څخه وروسته ښکاره پیغام ورکړي.

سره لدې چې ایران تل ټینګار کړی اتومي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی خو تازه ددې هیواد چارواکو داسې تبصرې کړي چې ترې معلومیږي د اتومي وسلو جوړولو نیت لري.