د نایجیر پوځ وایي حکومت یې نسکور او د هېواد واک یې ترلاسه کړی

د نایجیر پوځ د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۲۶ (زمری څلورمه) د دغه هېواد په ملي تلویزیون کې په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې حکومت یې نسکور او د هېواد واک یې ترلاسه کړی.

د نایجیر پوځ د دغه هېواد ولسمشر محمد بازوم په خپل رسمي ځای کې محاصره کړی و. د نایجیر د پوځ یو لوړ پوړي مشر امادو عبدرامین په یو تلویزوني بیان کې وویل: «موږ امنیتي او دفاعي ځواکونو... پرېکړه کړې چې د ولسمشر بازوم رژیم ته د پای ټکی کېږدو.»

پدې ترڅ کې ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۷ وروسته له هغه د نایجر د ولسمشر محمد بازوم د ژر تر ژره خوشې کیدو او په هغه هیواد کې اساسي قانون ته د درناوي غوښتنه وکړه چې د نایجر پوځ د واک د ترلاسه کولو خبر ورکړ.

اروپايي اتحادیې هم د پنجشنبې په ورځ د نایجر د ولسمشر محمد بازوم او د هغه د کورنۍ د "سمدستي خوشې کولو" غوښتنه کړې ده.

امادو عبدرامین ویلي چې په هېواد کې د «ټولو موسسو» کارونه ځنډول شوي، سرحدونه تړل شوي او د شپې له ۱۰ بجو څخه نیولې د سهار تر پنځو بجو پورې تګ راتګ بند دی.

د سیمې د ځینو هېوادونو مشرانو د ولسمشر بازوم د پرېښودو غوښتنه کړې ده. نوموړی دوه کاله مخکې د واک له سوله ایز انتقال وروسته د هېواد مشري ترلاسه کړه.

د لویدیځې افریقا هېوادونو اقتصادي ټولنې ویلي دي چې د بنین ولسمشر پتریس تلون به د نایجیر پلازمینې نیامي ته ځي چې منځګړتوب وکړي. تر دې مخکې د نایجیر ولسمشر دفتر په ټویټر کې لیکلي وو: «د جمهوري ریاست د ملي ګارد غړو ستونزې زېږولې او د وسله والو ځواکونو او ملي کارد د ملاتړ په خپلولو کې ناکام شوي ‌دي.»

د جمهوري ریاست په ټویټر کې لیکل شوي دي: «ولسمشر او کورنۍ یې ښه دي.»

د ولسمشر بازوم پلویانو هڅه کوله چې د هغه رسمي ځای ته ځان ورسوی، خو د جمهوري ریاست د ملي ګارد غړو یې مخه نیولې ده او هوايي ډزې یې پرې کړې دي.

د نایجیر د حاکم ایتلاف سیاسي ډلو په یوې اعلامیې کې د جمهوریت ضد اقدام او «د ځان وژنې لیونتوب» غندلي او ویلي چې «د جمهوري ریاست ځینې خاصو افرادو ولسمشر، د هغه کورنۍ او د کورنیو چارو وزیر توقیف کړي‌ دي.»

د لویدیځې افریقا هېوادونو اقتصادي او افریقايي ټولنو په نایجیر کې «د کودتا هڅه» غندلې او د ولسمشر د ژر تر ژره پرېښودو غوښتنه یې کړې ده. اروپايي ټولنې هم ددغو ټولنو د اعلامیې او دریځ ننګه کړې او په نایجیر کې یې د «دموکراسۍ د بې ثباتۍ او ثبات» ته د خطر پېښولو هره هڅه غندلې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي‌ منشي انتوني ګوتېرش او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې له ولسمشر بازوم سره غږېدلي او د هغه ننګه کوي.