د نیو زیلاند برید په تړاو مشکوک تن محکمې ته وړاندي شو

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې په نیوزیلاند کې پرون جمعه پر دوو جوماتونو په حمله کې د لاس لرو په تور نیول شوی شکمن کس محکمې وړاندې شوی دی.

۲۸ کلن استرالیایي برنټن ټرنټ د نیوزیلاند په کرایست چرچ ښار کې په النور جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال پر لمونځ کونکو برید کې چې ۴۹ تنه یې ووژل او ۲۰ تنه یې ټپيان کړل اصلي مشکوک ګڼل شوی دی.

د نیوزیلاند پولیسو ویلي چې پر نیول شوي کس باندې د بېګنا خلکو د وژلو تور دی چې دا مهال ورڅخه څېړنې روانې دي.

پولیسو ویلي چې نوموړی به تر څېړنو وروسته په «ساوته اس ینډ» ښار کې ایالاتي محکمې ته وړاندي شي.

د راپورونو له‌مخې برید کوونکي برنټن ټرنټ د وسلو د یو سیمه ییز کلب غړیتوب درلود او د بېلابېلو وسلو استعمال یې زده کړی و.

نیو زیلاند کې تر برید وروسته وضعیت

داسې هم ویل کېږي چې نوموړي د بېلابېلو هېوادونو ترڅنګ پاکستان ته هم سفرونه کړي و او په ټولنیزو رسنیو کې پاکستان ته د خپل سفر صفتونه کړي و.

هغه د پاکستان خلکو مېلمه پالنه او د مني موسم ستایلی و.

تېره ورځ په اسټرلیا کې د افغانستان سفیر پر خپل ټوېټر ولیکل چې په دغه برید کې یو افغان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د امریکا غږ د ډېوې څانګې د راپور له‌مخې په دغه برید د خیبر پښتونخوا د ایبټ اباد سیمې اوسېدونکی نعیم راشد او د هغه زوی هم وژل شوي دي.

د پرانس پرېس اژانس د راپور له‌مخې د نیوزیلاند صدراعظمه جیسنډا ارډن نن شنبه د تېرې ورځې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د غم شریکۍ لپاره روغتونونو ته تللې ده.

نوموړې له قربانیانو سره د غم شریکۍ په هدف تور کالي په تن کړي و او تور څادر په سر کړی و.

د نیوزیلاند صدراعظمه

اغلې تېره ورځ دغه پېښه یوه تروریستي عمل بللی و او زیاته کړې وه چې دا بریدونه د نیوزیلاند د خلکو استازیتوب نه کوي او ویلي و چې نیوزیلاند کې هر چاته د مذهبي ازادیو اجازه ده.

د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو د مشرانو ترڅنګ افغان ولسمشر محمد اشرف هم دغه برید غندلی او «وحشیانه» عمل یې بللی دی.

پرون جمعه د (مارچ ١٥) له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:"پر دغو جوماتونو تروریستي بریدونو یو ځل بیا وښوده چې تروریستان هیڅ دین او ائین ته درناوی نه لري او د ټول بشریت دښمنان دي."

ارګ وایي ښاغلي غني یو ځل بیا د نړۍ پر ټولو هېوادونو د ترهګرۍ شومې پدیدې پر ضد له تفکیک پرته پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.