پولیس: د نیویارک چاودنه تروریستي عمل نه دی

چاودنه د منهاتن د چلسي په سیمې کې شوې ده.

د نیویارک د ښار د منهاتن په سیمې کې د شنبې په شپه چاودنه شوې ده او ۲۹ کسان یې ژوبل کړي دي.

د نیویارک ښار پولیس وايي که څه هم چاودنه قصدي شوې، خو تروریستي عمل نه دی.

د اسوشیټیډ پریس خبرې آژانس چاودنه د منهاتن د چلسي په سیمې کې شوې ده، چاودنه د یو ړوند په کور کې شوې ده.

د نیویارک ښاروال بیل ډبلسو وویل چې پولیسو د پټو کېمرو په واسطه د اخیستلو شویو تصویرونو څخه د چاودنې په اړه نور جزییات ترلاسه کړي، خو په اړه یې معلومات ورنکړل.

ویل کیږي د ټولو زخمیانو حالت ښه دی او یو یې هم د مرګ له خطر سره مخامخ نه دی.

د نیویارک پولیس د چاودنې په سیمه کې یوه بله چاودېدونکې اله هم موندلې او په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.

د پیښې نه سمدستې وروسته پولیس او د اطفایې عمله سیمې ته رسیدلي دي.

د نیویارک پولیسو په یوه بیان کې د موټرو چلونکو او نورو خلکو ته ویلي دي چې سیمې ته دې نه ورځي.

ځایي رسنیو خبر وروکړی دی چې کیدای شي چې چاودنه دې د کثافاتو په ځای کې شوې وي.