د سمنګان نوي والي کارپیل کړ

سیمه ییزو ارګانو ادارې له خوا په دغه خپور شوي تصویر کې د سمنګان پخوانی والي هم د نوي والي د معرفي کیدو په مراسمو کې لیدل کیږي.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې د سمنګان ولایت لپاره نوی ټاکل شوی، والي عبدالطیف ابراهیمي نن د سه شنبې په ورځ سهار د د غې ادارې د پالیسۍ د مرستیال ډاکټر تیمور شاران له خوا رسمآ د دغه ولایت مامورینو ته ور وپیژندل شو او په کار یې پیل وکړ.

د دغې ادارې ویاندې میرمن منیره یوسفزاده، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې ښاغلی ابراهیمي نن په یوه غونډه کې چې د ایبک په ښار کې د والي په دفتر کې جوړه شوې وه، خپلو مامورینو ته وروپیژندل شو.

د جمعیت اسلامي ګوند چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا د سمنګان ولایت د پخواني والي عبدالکریم خدام پر ځای د ښاغلي ابراهیمي د ټاکلو مخالفت کړی، تراوسه د افغان حکومت د دې اقدام په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو په هغه تصویر کې چې د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ویاندې میرمن منیرې له خوا د خپل فیسبوک پر پاڼه خپور شوی، د نوي والي د معرفي کولو په غونډه کې د دغه ولایت پخوانی والي هم لیدل کیږي، چې د نوي والي د بري لپاره د دعا لاسونه یې پورته نیولي دي.

په سیمه کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال وايي، چې د نوي والي د معرفي کولو د مراسمو پر وخت د والي دفتر شاوخوا ته سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د ایبک ښار په لارو کوڅو کې هم افغان سرتیري ځای پرځای شوي وو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د شپږ ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل، چې د سمنګان د والي پرته نورو پنځه ګوښه شوو والیانو د جمهور رئیس پریکړه ومنله او خپلو دندو څخه ګوښه شول، خو د سمنګان پخواني والي وویل، تر هغې چې د جمعیت اسلامي ګوند او د ترکمن قوم ورڅخه د ولایت د څوکۍ پریښودلو غوښتنه ونه کړي، نو له خپلې دندې به ګوښه نه شي.

د سمنګان په ولایت کې ځینو سرچینو امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې د افغانستان سیمه ییزو ارګانونو صفت الله سمنګاني د دغه ولایت د والي د مرستیال په توګه ټاکلی دی.

ښاغلی سمنګاني، د پخواني جهادي قوماندان او د ولسي جرګې د پخواني غړي احمد خان سمنګاني زوی دی.

احمد سنګاني څو کاله وړاندې په یو تروریستي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او اوس د هغه زوی د خپل قوم مشري کوي.

خو د افغانستان سیمه ییزو ارګانونو د ښاغلي سمنګاني ټاکل د والي د مرستیال په توګه تراوسه نه دي تائید کړي.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور هم تراوسه د افغان حکومت دغې اقدام ته غبرګون نه دی ښودلی.

ښاغلي نور د سمنګان د پخواني والي د ګوښه کولو په اړه د جمهور رئیس غني د پریکړې سره کلک مخالفت ښودلی وو.