کرونا ویروس؛ افغانستان کې تازه ۳۰۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، ۱۱ نورتنه مړه شوي

عکس (ارشیف)

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۲۲ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۳۰۳ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه مۍ ۱۸ (غوايي ۲۸) ویلي چې د دې ترڅنګ په شپږو ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۱ تنه هم مړه شوي دي.

د وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۸۰۹ سمپلونو معاینات شوي چې ۳۰۳یې مثبت او پاتې منفي وو.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۴۱۲۲ او له یاد ویروس څخه د مړو شو کسانو شمېر ۲۷۶۲ ته پورته شو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۸ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۵۱۱۸ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې به چین پیدا شو او وروسته نورې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۶۳ میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې درې میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.