د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د۷۳ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۰کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
روغتیا وزارت نن جمعه ډسمبر ۱۱ (لېندۍ ۲۱) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۲۳۵مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۷۳یې مثبت او پاتې منفي وو.
د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۸۸۲۶ ته پورته شو.
همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۰ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۹۴۹ تنو ته ورسېد.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۴۵ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۸۲۶۶ ته لوړ شو.
کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.
د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۶۷ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.