د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۴۹ مثبتې پېښې ثبت شوي او یو تنه مړ شوی دی.
روغتیا وزارت نن چهار شنبه سپټمبر ۲۳ (تله دوهمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۱۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۴۹ یې مثبت ثابت شوي دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۱۴۵ ته ورسېد.
دغه هیواد کې تر دا مهاله د کرونا ویروس له امله ۱۴۴۲ تنه مړه شوي دي.
د رسمي شمیرو له مخې تر اوسه په افغانستان کې له کروناویروس څخه ۳۲۶۱۰ تنه بیرته جوړ شوي دي.
د افغانستان روغتیا وزارت تر دې مخکې یو ځل بیا ویلي و که چیري روغتیايي لارښوونې مراعت نشي د هوا په سړېدو سره د کروناویروس د یو بلې څپې راتلو امکان شته.
کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او بیا په چټکه په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.
د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۱ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې۹۷۰زره نور ورڅخه مړه شوي دي.