نتنیاهو: ایران نه پرېږدو چې اتومي‌ وسلې تولید کړي

د ایران د فوردو اټومي تاسیسات

د اسرائیل صدراعظم بنیامن نتنیاهو د دوشنبې په ورځ جنورۍ څلورمه (مرغومي ۱۵) ویلي چې د ایران له خوا د یورانیمو د ۲۰ فیصده غني کولو کار بیا پیلول د اټومي وسلو د تولید په هدف دي.

ښاغلي نتنیاهو ویلي چې اسرائیل به هیڅکله اجازه ورنکړي چې ایران اټومي وسلې تولید کړي.

د اسرائیل صدراعظم په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د ایران د یورانیمو د غني کولو د تصمیم یواځنۍ تشریح دا کیدای شي چې «غواړي د پوځي اټومي پروګرام پراخولو ته دوام ورکړي.»

هغه زیاته کړې چې: «اسرائیل به ایران پرینږدي چې اټومي وسلې تولید کړي.»

ایران ویلي دي چې د یورانیمو د شل فیصده غني کولو کار یې پیل کړی دی. د ایران دولتي رسنیو د ایران د حکومت د ویاند علي ربيعي له خولې ویلي چې د یورانیمو د غني کولو کار د دوشنبې په ورځ په فوردو تاسیساتو کې پیل شوی دی. دغه تاسیسات د یو غره په منځ کې جوړ شوي دي.

ایران دمخه تر دې یورانیم ۴.۵ فیصده غني کول او اوس په لوړه کچه د یورانیمو غني کولو ددې هیواد له لورې د اټومي وسلو د تولید اندیښنه رامنځ ته کړې ده. د اټومي وسلو د تولید لپاره باید یورانیم ۹۰ فیصده غني شي.

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې دمخه ویلي وو چې ایران ورته خبر ورکړی و چې یورانیم تر ۲۰ سلنې غني کوي. ددغې ادارې مشر غواړي نن د دوشنبې په ورځ د جنورۍ څلورمه ددې ادارې غړي هیوادونه د ایران په نوي تصمیم خبر کړي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې ویاند ویلي دي چې ددې ادارې «مفتشینو د فیدرو د سونګ د غني کولو په بټۍ کې فعالیت څاري او د هغوی د معلوماتو په اساس به نن وروسته د اټومي ادارې رئیس رفایل ماریانو ګروسي ددې ادارې غړو ته رپوټ ورکړي.»

د ایران سره په اتومي موافقې کې شاملو هیوادونو، چین، فرانسې، جرمني، روسیې او برتانیې هم د ایران د حکومته غوښتي وو چې د ۲۰۱۵ کال د اټومي نه سرغړونه ونکړي.

د امریکا برحال جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د دې موافقې نه امریکا وایستله او په ایران یې د ملګرو ملتونو لخوا ټول لګول شوي اقتصادي بندیزونه له سره پلي کړل.

خو منتخب جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې ښایي واشنګټن بیرته پدې موافقې کې شامل شي.