د بنګلهدیش د طبیعي پېښو سره د مبارزې چارواکو په وینا نږدې ۳۰۰زره کسانو وروسته له هغې خوندي ځایونو ته پناه یوړه چې د شنبې په ورځ د دغه هېواد پراخې سیمې د سیلابونو له امله تر اوبو لاندې شوې.
د فرانسې خبري اژانس د شنبې په ورځ اګست ۲۴ (وږي درېیم) راپور ورکړی چې سیلابونه د سختو موسمي بارانونو له امله راوتلي دي او په بنګلهدیش او هند کې د روانې اونۍ له پیل راهیسي لږ تر لږه ۴۲ کسان وژل شوي چې زیاترو یې د ځمکې ښوېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فیني یو اوسېدونکي لطفالنهار، د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې کور یې په بشپړه توګه په اوبو کې ډوب شوی دی.
هغه زیاته کړه: "اوبه زموږ د کور پر چت راتېرې شوې، زما ورور په یوې کښتۍ کې موږ دلته راوستو، که هغه نه وای نو موږ به مړه شوي وای."
فیني د هند له تریپوري ایالت سره پر پوله پرته یوه تر ټولو زیانمنه سیمه ده چې سیلابونو ځپلې ده.
په دغه ۱۷۰ میلیونه نفوس لرونکي هېواد کې سلګونه سیندونه بهېږي او په وروستیو لسیزو کې پکې پرلهپسې سیلابونه راوتلي دي.
د پایتخت ډاکه او چټاګانګ د ښار ترمنځ غځېدلې لویې لارې او د ریل پټلۍ د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوي چې ورسره سیلاب ځپلو سیمو ته لاسرسی ستونزمن شوی او سوداګریزې چارې تکنۍ شوې دي.
په بنګلهدیش کې سیلابونه څو اونۍ وروسته له هغې راوتلي دي چې په دغه هېواد کې حکومت د محصلینو د پاڅون په نتیجه کې رانسکور شو.
د راپور په اساس سیلابونو د کاکس بازار سیمه چې په کې د ګاونډي میانمار شاوخوا یو میلیون روهینګیايي کډوال اوسېږي تر ټولو زیاته ځپلې ده.
د بنګلهدیش د طبیعي پېښو سره د مبارزې د چارواکو په وینا په ټولیزه توګه څلور نیم میلیونه کسان د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شوي دي، چې له دې شمېرې یوازې ۲۸۵۰۰۰ یې په بیړنیو خونو کې خوندي شوي دي.