د روسیې او لویدیځ جنجال ؛ ناټو د روسیې سره د غونډې وړاندیز کړی

ناټو ویلي چې غونډه به د بل کال په پیل کې وشي.

د ناټو عمومي منشي ینز سټول ټنبرګ د راتلونکي کال په پیل کې د روسیې – ناټو د شوار د غونډې غوښتنه کړې.

د ناټو یو ویاند ویلي چې ښاغلي سټول ټنبرګ په غونډې کې د روسیې د ګډون د ډاډ تر لاسه کولو لپاره د مسکو سره خبرې کړي. دغه ویاند د نوم نه ښودلو په شرط وویلي " د روسیې سره د جنوري د ۱۲ مې نیټې د غونډې په هکله په اړیکه کې یو."

ینز سټول ټنبرګ پدې تیرو څو میاشتو کې د مسکو سره دخبر د پیل کولو په هکله څو ځله وړانیدزونه کړي خو د مسکو چارواکو دې خبرو ته مثبت ځواب نه و ورکړی.

د ناټو – روسیې شورا په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوې خو د اوکراین سره د روسیې د شخړې له کبله یې اوس فعالیت بند شوی. ناټو په دومداره توګه د روسیې لخوا د کریمیا نیول کیدل غندلي او په مسکو یې غږ کړی چې د خپل ګاونډي ملي حاکمیت ته درناوی ولري.

لویدیځ د پخوا راهیسې په کرملین تور لګوي چې د اوکراین په ختیځ کې په مستقیمه توګه د روسي پلوو بیلتون غوښتونکو سره نظامي ملاتړ کوي. وروسته تر دې چې مسکو په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا سیمه د ځان سره یو ځای کړله، هغوي دوه نورې سیمې هم ونیولې.

روسیه ادعا کوي چې لویدیځ او ناټو په خطرناکه توګه د روسیې سرحدونو ته نږدې کیږي.

مسکو د خپلو امنیتي اندیښنو په هکله غربي هیوادونو ته خپل وړاندیزونه هم ورکړی چې یو یې د ناټو په سازمان کې نویو هیوادونو ته غړیتوب نه ورکول دي چې اشاره یې ګاونډي اوکراین ته ده او بله غوښتنه یې د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې د متحده ایالاتو لخوا د نظامي اډو نه جوړول دي.

وروسته تر هغه چې مسکو لویدیځو هیوادونو ته خپلې غوښتنې وسپارلې، دا لومړی ځل دی چې د ناټو عمومي منشي د مسکو سره د خبرو وړاندیز کوي.

ناټو پداسې حال کې د مسکو سره د خبرو وړاندیز کوي چې د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې څه باندې ۱۰ زره سرتیري چې د اوکراین پولې سره نږدې یې تقریباً یوه میاشت په نظامي تطبیقاتو کې برخه اخیستې وه، خپلو دایمي اډو ته ستانه شول.

دا سرتیري پداسې حال کې بیرته خپلو نظامي اډو ته ستانه شول چې لویدیځ هیوادونه په مسکو تور لګاوه چې پخپل ګاونډی هیواد (اوکراین) یې د یرغل کولو پلان درلود.

د مسکو د دفاع وزات په اعلامیې کې ویل شوي چې د جنوبې نظامي حوزې لپاره ځواکونو په روستوف، کرسنادوار او کرایمیا کې نظامي تطبیقات وکړل، هغه سیمه چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د ځان سره یو ځای کړله.

په اعلامیې کې ویل شوي چې ددې سرتیرو تر ستنیدو وروسته به د نوي کال د رخصتیو د ورځو لپاره د تیارسۍ قطعې چمتو وي.