په داسې حال کې چې اوکراین خپلو پسرلنیو دفاعي عملیاتو ته تیاری نیسي، د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) لوړ پوړیو چارواکو پر چین غږ کړی چې مسکو ته د اوکراین د اشغال د غځولو دپاره وسلې ور نه کړي.
د ناټو د عمومي منشي مرستیال میرچا جیوانا خبرداری ورکړی چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی او چین یې باید له ملاتړ څخه ډډه وکړي.
میرچا جیوانا وايي، که څه هم اوسه یې د چین لخوا د روسیې سره د پوځي مرستو کولو کومه نخښه نده لیدلي، خو وايي خبر دي چې په دې اړه بحثونه روان دي. هغه وویل: "دا به د چین لپاره یوه ډېره جدي پرېکړه وي، او پدې اقدام سره به نه یواځې زموږ سره د چین اړیکې، بلکې د ټولې نړۍ پر وړاندې به د چین حیثیت اغېزمن شي."
د ناټو غړي هېوادونه په عین وخت کې د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین هوايي دفاع د وړتیا د لوړولو هڅه کوي. بریتانیې د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۵ (غوايي ۲۵) اوکراین ته د دافع هوا او د اوږد واټن بې پېلوټه الوتکو په شمول د پوځي مرستو تازه بسته اعلان کړه. له دې دوه ورځې وړاندې جرمني هم د اوکراین سره تر دې مهاله خپله تر ټولو زیاته مرسته اعلان کړه.
دا مطلب هم ولولئ بریتانیا د اوکراین سره د نورو پوځي مرستو ژمنه وکړهپوځې شنونکي وړاندوینه کوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به په جګړه کې ښکېلې خواوې اړ وي چې د جګړې د کمیت او کیفیت تر منځ انتخاب وکړي.
د ناټو د پوځي کمېټې مشر سفیر راب باویر وايي، روسان به د جګړې پر کمیت تمرکز وکړي. باویر وايي: "روسان به په کمیت تمرکز کوي او په لوی شمېر داسې اجیر پوځیان به جګړې ته لیږي چې کافي روزل شوي ندي او زاړه مهمات استعمالوي. اوکراینیان به د لویدیځ له وسلو او روزنې سره پر کیفیت تمرکز وکړي. دا یو ستر توپیر دی."
خو د ناټو د اروپا د څانګې قوماندان جنرال کرستوفر کاوولي وايي، که څه هم اوکراین تر یوې اندازې د روسیې ځمکني پوځونه مات کړي خو د روسیې هوايي، سمندري او سایبري ځواکونه لا ځواکمن پاتې دي.
د ناټو د عمومي منشي مرستیال میرچا جیوانا وايي ایتلاف یې د اوکراین ملاتړ ته ژمن دی. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وايي چې موخه یې د روسانو لخوا د اوکراین د نیول شوې خاورې بېرته نیول دي.