د ناټو عمومي منشي مارک روته د نومبر په اوومه (لړم ۱۷مه) خبرداری ورکړ چې د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره د شمالي کوریا پوځي همکاري یوازې د اروپا لپاره نه، بلکې د نړیوال امنیت لپاره هم جدي ګواښ دی.
هغه ټینګار وکړ چې دا ګواښ د اروپا له پولو اوښتی او د نړیوالې ټولنې د ګډ او همغږي غبرګون غوښتنه کوي.
روته، چې د هنګري په پلازمینه بوداپست کې د اروپايي مشرانو سره د لیدنې مخکې په یوې خبري ناستې کې خبرې کولې، وویل: "د شمالي کوریا ونډه د چین، روسیې او ایران تر منځ د زیاتېدونکې پوځي همکارۍ ښکارندويي کوي. دا همکاري نه یوازې د اروپا، بلکې د امریکا متحده ایالاتو لپاره هم یو ګواښ دی، ځکه روسیه د شمالي کوریا له پوځي ملاتړ په بدل کې پرمختللې ټکنالوژي ورته برابروي."
د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، که چیرې روسیه د اوکراین په جګړه کې بریا ترلاسه کړي، نو مسکو به نور هم زړور او په وسلو سمبال شي، چې دا به د ناټو غړو هېوادونو او امریکا لپاره لوی ګواښ وي.
هغه همدارنګه څرګنده کړه چې غواړي د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا له نوي منتخب حکومت سره د دې ګواښ پر وړاندې د ګډې مبارزې او د سیمې د امنیت د ساتنې په اړه خبرې وکړي.
په ورته وخت کې د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې څخه د شمالي کوریا ملاتړ ته په کتو سره، سیول به خپله حمایتي تګلاره په تدریجي ډول تنظیم کړي. هغه زیاته کړه: "په دې مانا چې موږ [اوکراین ته] د وسلو استولو امکان نه ردوو. "
دا پداسې حال کې دی چې د جنوبي کوریا او متحدو ایالتونو چارواکو وویلي، چې د شمالي کوریا څه باندې ۱۰ زره سرتیري د روسیې د کورسک په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.
همدارنګه، د نړۍ د اوو پرمختللیو اقتصاد لرونکو هېوادونو (جي ۷) د بهرنیو چارو وزیرانو د سویلي کوریا، استرالیا او نیوزیلنډ سره په یوې ګډې اعلامیه کې د روسیې پر وړاندې په جګړه کې د شمالي کوریا له مستقیم ملاتړ څخه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
په اعلامیه کې راغلي: "موږ د شمالي کوریا او روسیې تر منځ د زیاتیدونکې پوځي همکاریو، د شمالي کوریا له لوري د بالستیک توغندیو صادراتو او روسیې له خوا د دې وسلو ناقانونه ترلاسه کول غندو. "
په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی، چې دغه اقدامات به د اروپا او هند-پاسفیک سیمې د امنیت لپاره جدي خطر رامنځته کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اکتوبر په پای کې د امریکا د دفاع وزارت هم وویل، چې شمالي کوریا شاوخوا ۱۰ زره سرتیري روسیې ته د پوځي روزنې لپاره استولي دي. مخکې داسې اټکل کېدی چې د شمالي کوریايي یوازې درې زره سرتیري روسیې ته استول شوي دي.
ویل کېږي چې روسي ځواکونو د اوکراین په جګړې کې درانه تلفات ګاللي دي.
همدراز کارپوهان وايي چې شمالي کوریا به د سرتېرو د استولو په بدل کې له روسیې څخه پوځي تکنالوژي ترلاسه کوي، چې له سټلایټونو څخه نیولې تر اوبتلونو او له مسکو څخه د امنیت احتمالي تضمین په کې شامل دي.
ملګرو ملتونو په روسیې باندې د اوکراین د جګړې له کبله او په شمالي کوریا باندې د اتومي وسلو له کبله بندیزونه لګولي دي.
دا راپور د فرانس پرس، رویټرز او اسوشیټډ پرېس خبري اژانسونو د رپوټونو پر بنسټ چمتو شوی دی.