د ناټو مشرانو د بلجیم په مرکز بروکسل کې د افغانستان پر امنیتي اوضاعو بحث او خبرې اترې کړې دي.
د جنورۍ میاشتې په ۱۵-۱۶ د ناټو د دفاع وزیرانو په منځني ختیځ کې د داعش ډلې د ماتې، د افغانستان د ملي امنیت، د ناټو د عصري کولو او د اتحاد له ملګرو هېوادونو اوکراین او ګرجستان سره پر مجلسونو بحث وکړ.
د ناټو د پوځي کمیټې مشر، جنرال پیټر پاویل د غونډې په پیل کې وویل چې "د افغان ملي دفاعي او امنيتي قواوو اغیزمنتیا د افغانستان د ثبات لپاره حتمي ده."
په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکلسن او د ناټو د جګپوري خاص استازي مرستیال بوټسوین د هېواد د امنيتي او سیاسي حالاتو په اړه د غونډې برخه والو ته معلومات ورکړل.
د ناټو چارواکي وایې چې د افغان قواوو د پرمختګ او میړانې مثبت پيغام باید واوریدل شي.
عراق او سوریې کې ثبات
د ناټو د پوځي کمیټې مشر، جنرال پیټر پاویل وایې چې په عراق او سوریې کې د داعش له ماتې څخه وروسته به ددغه سازمان جنګي ماموریت ختم او په سیمې کې د ثبات راوستلو کار پیل شي.
عراق تازه د داعش پر ضد رسماً د بري اعلان کړی او د سوریې حکومت او متحدینو یې هم د داعش د ماتولو خبر ورکړی دی.
جنرال پاویل وویل چې د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو د ۲۰۱۷ کال د مي په میاشت کې فیصله وکړه چې د داعش پر ضد په نړیوال ائتلاف کې ورګډ شي.
ښاغلي پاویل زیاته کړه: "اوس یوې بلې مرحلې ته رسیدلی [ماموریت] چې جنګي عملیات پکې کم او امنیت او ثبات پکې ډير دي."
د ناټو مشرانو فیصله کړې چې پخپلو نظامي فعالیتونو کې متحد عمل وکړي او له خپلو سرچینو او امکاناتو څخه په کافي اندازه کار واخلي.