پولیس: د نشه يي‌توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور درې کسان نیول شوي

تورن کسان په دریو ولایتونو کې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.


د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې د امنیتي تړون په چوکاټ کې یې د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور درې کسان نیولي دي.

دغه معینیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تورن کسان په کندهار، بادغیس او کابل کې له بېلا بېلو موادو سره د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو لاسته ورغلي.

خبرپاڼه وايي "له دوی څخه یو کس په بادغیس ولایت کې د ۴۹۵ ګرامه چرسو د خرڅلاو، یو کس په کندهار کې د ۳۰ ګرامه هیرویینو او ۲۵ ګرامه شیشې د خرڅلاو په تور او یوه بله تنه چې ۷۹۰ ګرامه هیرویین یې خپل په نس کې ځای پر ځای کړي ول او غوښتل یې چې هند ته یې قاچاق کړي په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوې ده".

له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې د حساسو څېړنو ادارې او نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د محمد اسماعیل په نوم یو کس هم نیولی چې د خالدې په نوم د یوې ښځې چې نشه يي توکي یې تېر کړي ول لارښود او پایواز وو.

خبرپاڼه وايي چې د قاچاق په تور نیول شوې ښځې ۷۹۰ ګرامه هیرویین تېر کړي ول او غوښتل چې هند ته سفر وکړي.