د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې د لومړۍ حوزې اړوند پولیسو د نشه يي توکو دوه قاچاقبر له شیشې او پوډرو سره یو ځای نیولي دي.
د پکتیکا امنیه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزي امریکا غږ ته وویل چې دغه کسانو غوښتل له غزني څخه د پکتیکا ارګون ولسوالۍ ته نشه ييتوکي قاچاق کړي.
عبدالرحیمزی وايي " نیول شوي کسان د پوښتنو ګروېږنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي."
د پکتیکا د پولیسو مسئولین وايي چې له نشه ييتوکو سره د مبارزې په لار کې د خلکو همکاري ښه ده، خو باید لا زیاته شي.