جګړو شینوارو کې ښوونیز سیسټم ته زیان رسولی دی

زده کوونکي له حکومت غواړي چې درسي توکي ور ورسوي.

زده کوونکي له حکومت غواړي چې درسي توکي ور ورسوي.

د ننګرهار د شینوارو په لویې ولسوالۍ کې د تېرو څو کلونو جګړو له امله ښوونیز سیسټم ته سخت زیان رسیدلی دی.

که څه هم چې په ځینو سیمو لکه اچین ولسوالۍ کې امنیت څه ناڅه ښه شوی خو د حکومتي پوځیانو او داعش جنګیالیو ترمنځ جګړو کې ګڼ ښوونځي ویجاړ شوي او د ځېنو یې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د ټولګیو پر دیوالونو د مرمیو د لګېدلو نښې نښانې له ورایه ښکاري.

که څه هم چې زده کوونکي په ویجاړو ښوونځیو کې له سبق ویلو خوښ نه دي خو لدې امله چې د ښوونځيو دروازې خلاصې دي، خوشحاله دي.

د پنځم ټولګي ماشوم زده کوونکي سید انور امریکا غږ ته وویل چې حکومت یې باید درسي توکي ور ورسوي.

په اچین ولسوالۍ کې ښوونځیو ته د زیان د رسیدو میزان معلوم نه دی خو حکومتي چارواکي وایې چې له داعش ډلې څخه د کلیو تر پاکولو وروسته ښوونځي سملاسي بیرته فعالوي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند، محمد آصف شینواری وایې چې د کتابونو په شمول به ټول درسي توکي ښوونځیو ته انتقال شي.

د ښاغلي شینواري په وینا د پوهنې ریاست بې ځایه شویو کورنیو لپاره د هغوي په نویو مېشت ځایونو کې ښوونځي جوړ کړي دي.

نوموړي ژمنه وکړه چې د ویجاړو ښوونځیو د جوړولو چارې سیمې ته د امنیت تر راتګ وروسته، پیلوي.

Your browser doesn’t support HTML5

جګړو شینوارو کې ښوونیز سیسټم ته زیان رسولی دی