ملا برادر د نوي حکومت د جوړیدو په اړه خبرو لپاره کابل ته تللی

ملا عبدالغني برادر تر دې وړاندې په قطر کې و او د سولې په خبرو کې د طالبانو د ډلې مشر و.

د طالبانو د ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر نن شنبه اګست ۲۱ (زمري ۳۰) کابل ته تللی چې د طالبانو د یو جګپوړي غړي په وینا په افغانستان کې د "ټول شموله" حکومت په جوړیدو خبرې وکړي.

د طالبانو دغه جګپوړي غړي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې ښاغلی برادر د جهادي مشرانو او سیاستوالو سره د ټول شموله حکومت په جوړیدو خبرې او مجلسونه وکړي.

ملا برادر تر دې وړاندې په قطر کې د طالبانو په سیاسي دفتر کې د مرکچي پلاوي مشري کوله او د همدې تیرې سه شنبې په ورځ د یو شمیرو نورو طالبانو سره یو ځای کندهار ته ولاړ.
سره لدې چې طالبانو ویلي دا ځل به یې حکومت د پخوا په پرتله "ټول شموله" وي خو پدې هکله یې ډیر جزیات ندي ورکړي چې په حکومت کې به یې څوک څوک برخه ولري.

د رویټرز خبري اژانس هم راپور ورکړی دی چې ملا برادر د نوي حکومت جوړېدو په اړه د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی..
پاکستاني چارواکو په ۲۰۱۰ کال کې ملا عبدالغني برادر ونیوه خو په ۲۰۱۸ کال کې یې د امریکا د متحده ایالاتو تر فشارونو وروسته خوشې کړ او قطر ته ولاړ چې د امریکا سره د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

د ملا برادر تر څنګ د طالبانو د بل مرستیال سراج دین حقاني تره، خلیل حقاني هم د کابل په یو جومات کې لیدل شوی.

خلیل حقاني د امریکا د ترهګرو په هغه لیست کې دی چې تر ټولو ډیر پسې ګرځي او د هغه پر سره یې ۵ ملیونه امریکایي ډالر انعام هم ایښی.